د لاس رسي وړ اتصالات

په پکتیا کې د ۵۰ ښوونځیو کار پیل شوی


Afghan schools
Afghan schools
په پکتيکا ولايت کې د نږدې پنځوسو ښوونځيو لپاره د ودانۍ پر جوړولو کار شروع شوی. مسوولين وايي چې په دې سره به د زده کوونکو لپاره تر ډېره بريده د زده کړې لازم چاپېريال برابر شي.

د پکتیکا د پوهنې مامورين وايي چې په دې ولايت کې يې د نږدې پنځوسو ښوونځيو لپاره د تدريسي بنسټيزو ودانيو پر جوړولو کار شروع کړی چې د روان کال تر پايه به تکميل شي.
د دغه ولايت د پوهنې رئیس کوچي ځاځي امريکا غږ ته وويل چې پر دې ښوونځيو کيدونکي مالي لګښتونه د يو شمېر مرستندویه ادارو او دغه راز د پوهنې وزارت د پر مختیایي بودیجې څخه ورکول کېږي.

هغه وايي چې د دې ودانیو په جوړیدا سره به هغو زرګونو زده کوونکو ته علمي او خوندي چاپېریال برابر شي چې دا مهال په خړو خاورو سره لمر ته ليک او لوست کوي.
هغه په دې اړه وايي،، د ۴۸ ښوونځيو لپاره د ودانيو جوړول منظور شوي. دا د مختلفو ډونرانو له خوا تمويلېږي او د پنځو پروژو لګښت د ولايت د پرمختيايي بوديجې څخه ورکول کېږي،،.
دا مهال په پکتیکا کې د ۳۴۶ ښوونځیو له جملې څخه ۱۱۷ ښوونځي یې تقريباً ودانۍ لري او د پاتې ښوونځیوو زده کوونکي لا هم ترشنه اسمان لاندې سره لمر ته په خړو خاورو زده کړې کوي.

سید محمد د پکتيکا يو تن قومي مشر دی. هغه د پوهنې له مسوولينو غوښتنه کوي چې د پروژو د پلي کیدو په وخت کې يې کیفیت په جدي ډول په پام کې ونیسي. دا ځکه چې تر دې وړاندې جوړ شوي ښوونځي په کيفي لحاظ کمزوري جوړ شوي دي.

هغه وايي سره له دې چې ښوونځي فعال دي خو زياتوي چې په ښوونځیوو کې د مسلکي ښوونکو نشتون د پکتیکا د پوهنې په ډګر کې تر ټولو لویه ستونزه ګڼل کېږي.،،دا اوس نوې ودانۍ چې جوړېږي، دا ښه خبره ده. خو دا د پکتيکا لپاره کفايت نه کوي. مهمه خبره دا ده چې دا ودانۍ چې جوړېږي بايد په هغه ډول جوړې شي چې تر يوه وخته پوري دوام وکړي. موږ په ښوونځيو کې ډیر کمي لرو. موږ درسي مواد نلرو، کمپيوټر نلرو او لابراتوار نلرو،،.

د پکتیا په سرحدي سیمو کې بیخي ښوونځي سته نه

د پکتیکا د ځدراڼو د قومي شورا مشر ګل باز ځدران وايي چې د دغه ولايت په سرحدي سيمو او په ځانګړي ډول نکه، زيړوک، ګيان او يو شمیر نورو سيمو کې له سره ښوونځيو ته ودانۍ ندي جوړې شوې. هغه په دې برخه کې د پوهنې له مسوولينو غوښتنه کوي چې د پوهنې د بهير د ګړنديتوب او ښه والي لپاره خپلې هلې ځلې وکړي او يادې شوې ستونزې حل کړي.

ښاغلی ځدران زیاتوي چې په دې ۴۸ ښوونځيو کې د ځدراڼو د دريو ولسواليو څخه يوې ولسوالۍ کې هم د ښوونځي جوړول ندي منظور شوي او تېرو لسو کلونو کې چې کوم ښوونځي جوړ شوي هغه هم اوس تخريب شوي دي. ماشومان د ونو تر سيوري لاندې ناست دي او درسونه وايي.

بل طرف د پکتيکا د پوهنې رئيس کوچی ځاځی د مسلکي ښوونکو د کمبود ستونزه مني خو وایي چې د پوهنې د وضعیت د لا ښه والي او مسلکیتوب لپاره د سوپرسکیل په نوم د ځانګړي پروګرام له لاري ښوونکي په دندو ګماري.

هغه وايي چې د دې پروګرام له لارې هر مسلکي ښوونکي ته له ۲۰ زرو نيولې بيا تر ۲۵ زرو افغانيو پوري مياشتنی معاش ورکول کېږي چې په دې سره به زيات مسلکي ښوونکي ښوونځيو ته جذب کړي.

دا مهال په ټوله پکتیکا کې په ۳۴۶ ښوونځیو کې ۱۴۳۰۰۰ زره زده کوونکي چې ۲۳۰۰۰ زره یې انجوڼي دي ښوونځیو ته ځي.
  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG