د لاس رسي وړ اتصالات

سږکال دایکنډي ولایت کې د بادامو حاصلات ۴۰٪ زیات شوي


افغانستان کې د نورو ولایتونو پرتله بزګران په دایکنډي او سمنګان ولایتونو کې د بادامو ډیر باغونه لري.
افغانستان کې د نورو ولایتونو پرتله بزګران په دایکنډي او سمنګان ولایتونو کې د بادامو ډیر باغونه لري.

د افغانستان د کرهڼې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکي وايي، د تیرکال پر تله سږکال د دایکنډي په ولایت کې د بادامو حاصلات ۴۰ فیصده زیات شوي دي.

د دغه وزارت د اټکل له مخې سږکال په دایکنډي ولایت کې بزګرانو شاوخوا پنځویشت زره ټنه بادامو حاصل اخیستی دی.

د کرهڼې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې په تیرو کلونو کې په دغه ولایت کې د بادامو حاصلات د پنځلس زرو او شل زرو ټنو ترمنځ وو.

د دایکنډي ولایت د کرهڼې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس سید عبدالوهاب فیروزي په دې ولایت کې د بادامو د حاصلاتو د زیاتوالي عوامل د وچکالۍ د اغیزو کمیدلو ترڅنګ، د نباتاتو د ناروغیو او افتونو کنټرول، د اصلاح شویو نیالګیو وېش او د معیاري بڼونو جوړول ښودلي دي.

ښاغلي فیروزي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې سږکال په دایکنډي کې د ښه موسم له امله د بادامو حاصلات تر ۴۰ فیصدو زیات شوي دي.

د دایکنډي ولایت یو باغوان محرم حسین امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې سږکال یې د خپل باغ څخه پنځه سوه منه بادامو حاصل اخیستی دی.

بادام د دایکندي ولایت د عمده کرهڼیزو محصولاتو له ډلې څخه شمېرل کیږي.

د دایکندي د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې ددې ولایت په ډېریو ځمکو کې بزګرانو د بادامو ونې کرلي دي.

اوس مهال په دایکنډي ولایت کې یو من بادام په ۳۵۰۰ افغانیو باندې پلورل کیږي.

په افغانستان کې د دایکنډي او سمنګان په ولایتونو کې د دغه هیواد د نورو ولایتونو پرتله زیات بادام تولیدیږي.

په دایکنډي ولایت کې بزګران ۲۴ ډوله بادامو حاصل اخلي، چې " ستاربايي" یې ت رټولو قیمتي حاصل ګڼل کیږي، چې یو من یې په بازار کې تر شپږ زرو افغانیو پلورل کیږي.

XS
SM
MD
LG