د لاس رسي وړ اتصالات

آمازون د نړۍ تر ټولو ارزښتمن شرکت شو


د آمازون اسهام. آرشیف
د آمازون اسهام. آرشیف

د آمازون شرکت د ۸۱۰ ملیارد ډالرو په ارزښت د اسهامو په درلودلو سره د نړۍ تر ټولو لوړ ارزښت لرونکی شرکت وګڼل شو.

تر آمازون وړاندې د مایکروسافټ شرکت دغه امتیاز خپل کړی و چې اوس د ۷۹۰ ملیارد ډالرو په درلودلو سره دویم ګڼل کیږي.

د سي ان ان خبري آژانس راپور ورکړی چې د آمازون شرکت د آنلاین پلور او تکنالوژۍ پر مټ وکولی شول چې د ۲۰۱۸ کال تر پایه پورې خپل عاید ۱۰ سلنه زیاد کړي.

همداراز د فوربس مجلې هم د آمازون د شرکت رئیس “جیفر بیزوس “د نړۍ تر ټولو مالداره کس معرفي کړی.

جیفر بیزوس د آمازون د شرکت د ۱۶ سلنه اسهامو مالک دی.

د اپل شرکت د ۲۰۱۸ کال تر نیمایي پورې ۱.۱ تریلیون ډالره اسهام درلودل او د جدول په سر کې و خو د کال په وروستیو میاشتو کې یې ۳۵ سلنه اسهام له لاسه ورکړل او څلورم مقام ته راټيټ شو.

اوس مهال د اپل د شرکت اسهام ۷۱۰ ملیارد ډالرو ته رسیږي.

دا مهال د نړۍ څلور تر ټولو ډیر ارزښت لرونکي شرکتونه په ترتیب سره، آمازون، مایکروسافټ، ګوګل او اپل دي.

XS
SM
MD
LG