د لاس رسي وړ اتصالات

د چین سفیر: د افغانستان په سوداګریزو توکو ګمرکي تعرفه صفر ته ټیټوو


د چین سفیر جاو شینګ د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره د کتنې وروسته ویلي چې هغه سره یې د دواړاخیزو اړیکو د پیاوړي کیدو په لارو چارو ګټورې خبرې کړي.
د چین سفیر جاو شینګ د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره د کتنې وروسته ویلي چې هغه سره یې د دواړاخیزو اړیکو د پیاوړي کیدو په لارو چارو ګټورې خبرې کړي.

کابل کې د چین سفیر ویلي چې حکومت یې له افغانستان څخه دغه هیواد ته په صادراتي توکو باندې د ګمرکي محصول د معافیدو پریکړه کړي ده.

د چین سفیر جاو شینګ د تیرې پنجشنبې په ورځ اکتوبر۲۴ (لړم درېیم) د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره د کتنې وروسته د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې هغه سره یې د دواړاخیزو اړیکو د پیاوړي کیدو په لارو چارو ګټورې خبرې کړي دي.

سفیر جاو شینګ ویلي: "چین به افغانستان ته د صفر د کچې د مالیې د اخیستلو د چلند د ۱۰۰ فیصده د تعرفې د کړنلارې له مخې عمل وکړي".

د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر اژانس ویلي چې د افغانستان په صادراتي توکو د ګمرکي تعرفې معافولو پریکړه باندې د روان ۲۰۲۴ کال به د ډسمبر له میاشتې وروسته عمل پیل شي.

د چین د بهرنیوچارو وزارت هم ویلي چې، د ګمرکي تعرفې د معافیدو بهیر به د روان ۲۰۲۴ کال د ډسمبر میاشتې څخه وروسته پیل شي او دا هېواد به د افغانستان پر صادراتي توګو ګمرکي تعرفه صفر کچې ته راټیټه کړي.

د چین د بهرنیوچارو وزارت ویاند لین ژیان د جمعې په ورځ اکتوبر ۲۵ (د لړم څلورم) یو خبري کنفرانس ته په وینا کې د افغانستان او اسلامي نړۍ د یوشمېر نورو هېوادونو لپاره د خپل حکومت د اقتصادي پالیسۍ د اعلان پر مهال وویل چې افغانستان به هم د چین د ترجیحي پالیسۍ څخه ګټه واخلي.

هغه وویل چې باور لري چې دا پرېکړه به د دواړو هیوادونو لپاره د اقتصاد او سوداګرۍ په برخه کې یوه ښه پریکړه وي.

افغان سوداګرو د چین د حکومت ددې پریکړې هرکلی کړی او وايي چې دا پریکړه به دغه هیواد ته د افغانستان د توکو د صادراتو په زیاتیدو کې مرسته وکړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې د مدیره پلاوي غړي خان الکوزي امریکا غږ ته وویل چې افغانستان چین ته اکثره وچه میوه او قالینې صادروي، چې د تیر جمهوري رژیم پرمهال هم پر دغو توکو باندې د چین ګمرکي تعرفې دومره لوړې نه وې.

هغه وویل: "خو زمونږ صادرات چین ته ډیر زیات کم دي او مونږ په دې وروستیو کې وچه میوه، قالینې اوهمدارنګه معدني توکي چین ته صادر کړي دي. خو په هرصورت دا سهولتونه چې راشي دا زمونږ په ګټه دي مونږ یې تقدیرو".

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې پر افغانستان باندې د طالبانو د بیا واکمنیدو دمخه کلنو کې چین د ددغه هیواد تر ټولو ستر اقتصادي شریکباڼی وو، خو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې د معلوماتو له مخې اوس مهال د دواړو هیوادونو ترمنځ د راګړې ورکړې کچه په کال کې ۸۰۰ میلیونو ډالرو ته رسیږي.

خان جان الکوزي وویل: "چین سره زمونږ کاروبار ډیر دی چین پخوا زمونږ لومړنی تجارتي شریک وو، خو اوس مونږ په کال کې د ۶۰۰ میلیونو ډالرو څخه تر ۸۰۰ میلیونو دالرو پورې واردات لرو او صادرات مو ډیر کم دي ۵۰ میلیونو ډالرو ته هم نه رسيږي".

افغانستان په تیر ۲۰۲۳ کال کې چین ته د ۶۴ میلیونه ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي وو.

د افغانستان د سوداګري او پانګونې د خونې د معلوماتو پراساس اوس مهال افغانستان د چین پرځای د ایران او د منځنۍ اسیا د هیوادونو څخه زیات مالونه واردوي.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد د اکتوبر ۱۷(تلې ۲۶) رسنیو ته په یو استولي ویډیوي پیغام کې ویلي چې افغانستان د ۲۰۲۴ کال په لومړیو نهو میاشتو په کې د ایران سره د څه باندې دوو میلیاردو ډالرو راکړه ورکړه کړې ده.

ښاغلي جواد وویل: "د روان ۲۰۲۴ کال په نهو میاشتو کې د ایران او افغانستان ترمنځ د صادراتو او وارداتو کچه دوه میلیارده او ۱۹۴ میلیونو ډالرو ته رسیدلي ده چې ددې ډلې ۳۸ میلیونه ډالره ایران ته صادرات او دوه میلیارده او ۱۵۶ میلیونه ډالر واردات دي".

چین د هغو هیوادونو په ډله کې دی چې په تیرو دریو کلنو کې يې په کابل کې د طالبانو له حکومت سره نږدې اړیکې ساتلي او نه یوازې کابل ته يې خپل سفیراستولی، بلکې په خپل هیواد کې یې هم د طالبانو سفیر منلی دی. خو ددې سره سره نه چین او نه کوم بل هیواد یا نړیوال سازمان د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پيزندلی.

یو کمر بند یوه لاره نوښت

چین دا پریکړه په داسې حال کې اعلان کړې، چې د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست مولوي عبدالطیف منصور په چین کې د "یو کمر بند یوه لاره نوښت" د انرژي د وزیرانو په درېیم کنفرانس کې د ګډون لپاره بیجینګ ته تللی دی.

د طالبانو د حکومت د اوبو او بریښنا وزارت د ایکس په پاڼه دې غونډې ته د مولوي منصور وینا خپره کړې، چې په کې هغه د منځنۍ آسیا، جنوبي آسیا او منځني ختیځ په اوږدو کې د افغانستان د ستراتیژیک موقعیت په اهمیت خبرې کړي دي.

هغه ویلي چې افغانستان د سیمه ییز اتصال لپاره یو مهم ځمکنی پل برابروي: "دا دریځ افغانستان د چین د یو کمربند له لارې یو اړین شریک جوړوي، ځکه چې دا کولای شي، د ځمکې له لارې سوداګریزې اړیکې او د انرژي دهلېزونه آسانه کړي، چې چین له اروپا سره نښلوي".

همداشان د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزیر په خپله دغه وینا کې د چین او افغانستان ترمنځ د اړیکو د پراخیدو لپاره د دواړو هیوادونو ترمنځ د واخان د دهلیز په پرانیستلو باندې هم ټینګار کړی او ویلي دي چې دا لاره د افغانستان شمال ختیځ د چین د سینکیانګ له سیمې سره نښلوي او د سوداګري او انرژي د همکارۍ یوه نوې دروازه خلاصوي.

هغه ویلي چې دغه دهلېز به د زیربناوو، پراختیا او د پولې په اوږدو کې سوداګري او د افغانستان له لارې د چین او منځنۍ آسیا تر منځ لوژیستیکي راکړې ورکړې ته وده ورکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG