د لاس رسي وړ اتصالات

چین د خپل پولي واحد نرخ ټیټ کړ


متحده ایالات د یوان پیسو د نرخ لوړیدل غواړي
متحده ایالات د یوان پیسو د نرخ لوړیدل غواړي

د اګست په ۱۲مه د چهارشنبې په ورځ د اسعارو د تبادلې په بازار کې د چین د یو ون پیسو ارزښت یو اعشاریه شپږ فیصده ارزانه په داسې حال کې ارزانه شو چې تر دی یوه ورځ مخکې دوه فیصده ټیټ شوی و. دا د یوې لسیزې په ترڅ کې په یوه ورځ کې چنیایي پیسو تر ټولو زیات ټیټ نرخ ګڼل کیږي.

د چین مرکزي بانک چې د خپلو پیسو جدي کنترول کوي، ویلي دا اقدام موقتي دي او هدف یی دا دی چې (یو ون) په عام بازار کې خپل چلند زیات کړي.

د پیسې دا بدلون د نړۍ پدې دویم ستر اقتصاد لرونکي هیواد کې د صادراتو د ناڅاپي کمیدو او د اسعارو د بازار د جنجال نه وروسته رامنځ شو.

د چین د تجارت وزارت یو نطاق وویل: "اوسنی حآلت به په تجارت او پانګه اچونې دومره څرګند اغیز ونلري. او لکه پخوا چی د چینایي پیسو ارزښت ټیټ شوی، او د نن ورځې د تازه معلوماتو له مخې چې د دی پیسو بیه بیا ټیټه شوېده، د پیسو د نرخ ټیټیدلو دا بدلون به په صادراتو باندې مثبتې اغېزې ولري."

چین افغانستان ته د پاکستان او ایران نه وروسته دریم لوی صادرونکې هیواد دی.

بیجنګ کوشش کاوه چې نړیوال مالي صندوق یا آی.ام.اف، د یو ون پیسه هم د خپلو هغو احتیاطي ساتل شویو پیسو په جمله کې وشمیري چې د ځانګړو ثبت شویو حقوقو په نوم یادیږي او پشتوانه ګڼل کیږي.

د ای ام اف، د ادارې یو ویاند وویل "د نرخ پراخه تبادله چین ته ځکه مهم فرصت برابروي چې غواړي بازارموندنې ته قوت ورکړي ترڅو په اقتصاد کې محوري نقش ترلاسه کړي چې ډیر ژر په نړیوالو مالي بازارونو کې مدغم کیږي."

د نرخ دا کمیدل د متحده ایالاتو په کانګرس کې د دواړو ګوندونو د یو شمیر غړو لخوا د غېر عادلانه صادراتو د ګټې ترلاسه کول وګڼل شول، او وایي کیدی شي کله چې د چین جمهور رېیس شي جینګ پینګ په راتلونکې میاشت کې واشنګټن ته سفر کوي، دا موضوع هم د خبرو په اجنډا کې شامل شي. نور مسایل لکه د بیجنګ له لورې د ملکیتونو د نیولو نیت او انټرنټي غلاګانو ادعاوې به هم په اجنډا کې شاملې وې.

ځنو وړاندیز وکړ چې دا کار لا زیات ثابتوي چې په چین د پیسو د پالیسۍ په برخه کې باور نه شي کیدای.

د سنا په مجلس کې د مالي کمیټې غړی سناتور باب کیسي وایي "هغه وخت رارسیدلې چې حکومت د چین د درغلیو په اړوند جدي فکر وکړي او د پيسو د انحصار کوونکي په نوم یاد شي."

کله چې په هانګ کانګ، شانګهای او توکیو کې د ونډو تبادله ټیټه شوه، نو په اسیا کې هم پانګه والو نن د چارشنبې په ورځ منفي عکس العمل څرگند کړ.

تیره ورځ د اګست په ۱١ د متحده ایالاتو د خزانې وزارت بیا د یوې اعلامیې په ترڅ کې وویل دا د وخت نه مخکې ده چې ددی ډول اقداماتو ترشا د مضمراتو او پایلو په برخه کې تصمیم ونیول شي.

خو نړیوال مالي صندوق لږ زیات هیله من پدې ښکاریدو چې وایي د بیې دا ټیتوالې کیدې شي یو ښه کار وي.

  • 16x9 Image

    سید سلیمان آشنا

    سید سلیمان اشنا د تلویزون، رادیو او ډیجټل میډیا په برخه کې دولس کلنه تجربه لري او د ٢٠٠٦ کال راهیسې د امریکا غږ د افغانستان څانگې سره همکار دی.

XS
SM
MD
LG