د لاس رسي وړ اتصالات

د شفافیت نړیوال سازمان: دوبۍ دې د ملکیتونو غیر قانوني کاروبار بند کړي


Dubai buses, pods
Dubai buses, pods

د شفافیت نړیوال سازمان له متحده عربي اماراتو نه غوښتي دي چې د دوبۍ په غیر قانوني پیسو چلیدونکو ملکیتونو کاروبار تصفیه کړي.

د شفافیت د نړیوال سازمان دغه رپورټ وایي چې دوبۍ د پیسو د قاچاق لپاره خوندي پناهځای گرځیدلی دی او د فساد کونکو په جنت بدل شوی.

دغه رپورټ وایي چې د متحده عربي ایالاتو د مالیې سیکتور د نړۍ د بیلا بیلو ملکونو جنایت کارانو ته مختلفې مواقع برابروي .

د شفافیت د نړیوال سازمان رپورټ وایي چې په دوبۍ کې د ملکیتونو د څار او تنظیم د نشتون له کبله قاچاق شوې پیسې په دغه برخه کې لگول کیږي.

رپورټ دا هم زیاتوي چې هغه کسان چې نړیوال اقتصادي بندیزونه پرې لگیدلې وي، دوبۍ د هغوي لپاره جنت دی.

د شفافیت نړیوال سازمان د شخصي ملکیتونو ځینې اسناد ترلاسه کړیدي چې ښیي ځینې جنایتکاره او سیاستمداران په دوبۍ کې په خپلو غیرقانوني پیسو شتمنۍ اخلي.

د نړیوالو د انتقادونو نه وروسته دوبۍ دا لوظ کړی و چې په دغه لړ کې به اقدامات وکړي اوپه غیر قانوني توگه د پیسو د انتقالولو پروسه یې هم سخته کړه خو رپورټ څرگندوي چې د ملکیتونو په سیکتور کې هیڅ ډول اقدامات ندې شوي.

د شفافیت نړیوالې ادارې متحده عربي ایالاتو ته ځینې سپارښتنې کړیدي چې په دغه لړ کې یو یې د هغه کسانو نومونه په ډاگه کول دي چې څوک دغه شتمنۍ اخلي.

XS
SM
MD
LG