د لاس رسي وړ اتصالات

د حسن مبارک وینا خلګ مایوسه کړل


د حسن مبارک وینا خلګ مایوسه کړل
د حسن مبارک وینا خلګ مایوسه کړل

وروسته له هغه نه چې د مصر جمهور ریْس حسنې مبارک په خپلې وینا کې وویل چې هغه به خپل ځیني صلاحیتونه و خپل مرستیال ته وروسپاري او خپله به د څوکۍ نه ګوښه نشي، په مصر کې اوس هم اندېښنې د پخوا په شان ښکاره دي. وروسته د جمهور ریْس نوي مرستیال عمر سلیمان مظاهره کونکو ته وویل چې خپلو کورونه ته دي ستانه شي او د مظاهرو نه دي لاس واخلي ، خو داسي ونه شول او نن د جمعې په ورځ لا غټې مظاهرې وشوې.

جمهور ریْس حسني مبارک پرون هغه وینا وکړه چې خلګو نه غوښتل چې وا یې وري. وروسته له هغه نه چې خلګو د پوځ د اشارو نه داسي برداشت وکړ چې جمهور ریْس ځي او خپله دنده پرېږدي، د تحریر په څلور لاره کې یو بل ډول احساس راڅرګند شو. وروسته جمهور ریْس خپله وینا وکړه او د مظاهره کونکو ترمنځ یو ډول خاموشي رابرسیره شوه خو وروسته له دې نه چې دا جوته شوه چې جمهور ریْس خپله وظیفه نه پرېږدي، خلګو بیرته خپلې مظاهرې پیل کړې او په پای کې د خلګو غوصه او خپګان یو ډیر قوي احساس رامنځ ته کړ.

احمد بدران د مظاهره کونکو له جملې نه دی هغه د زیات شمیر مظاهره کونکو د احساساتو په باب خبري کوي او وايي ،،جمهور ریْس اوس د هر مصري اعتماد له لاسه ورکړ. هغه زمونږ سره ژمنه کوي خو اقدام نه کوي. هغه په خپلې وروستۍ وینا کې هیڅ داسي نوی شی و نه وایه. هغه د پخوا په شان بیانیه ورکړه. مونږ ټول مایوسه یوو او اوس مونږ د هغو ټولو خلګو انتقام غواړو چې د آزادۍ دپاره یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. مونږ به پر شا تګ ونکړو نه به دې شیبې ته د پای د شیبې په سترګه وګورو.،،

همداشان بل مظاهره کونکی محمد دی چې وايي د مبارک د ژمنو نه راضي نه دی. هغه زیاتوي چې د جمهور ریْس مبارک ژمنې د پام وړ نه وې، بلکې ماضي یې د څو عاجلو قوانینو د مرور ژمنه وکړه.

هغه داسي وايي،،مونږ هیڅ لاسه ته را نه وړل. مونږ د رجیم او د رجیم د مشر پای غواړو. مونږ نور دا رجیم نه غواړو. دا رجیم زمونږ پر ضد دی، زمونږ د آزادۍ پر ضد دی او د مصر د خلګو پر ضد دی.،،

د یادونې وړ ده چې د جمهور ریْس مبارک د پرون ورځې بیانیې د ۱۷ مې ورځې دپاره مظاهرو ته بیا لمن ووهله او د مصر د سیاسي ژوند رخ ته یې تغییر ورکړ. یو ساعت مخکي له دې چې جمهور ریْس خپله وینا ورکړي، د خلګو په منځ کې یو ډول خوشاله رامنځ ته شوې وه او خلګو په دې باب فکر کاوه چې د حسنی مبارک د تګ سره به ژوند څه ډول وي.

خو میرمن لایر ایا بدروي خپلې خوشالۍ ته دوام ورکړ او پر خوله یې موسکا تر سترګو کیده. هغې یوه داسي راتلونکې انځوروله چې په کې حسنې مبارک نه وي.

هغې داسي وویل ،،نن زه ډیره خوشاله یم. وروسته له دیر انتظار نه دا دی نن د خلګو د بریالیتوب شیبه راورسیده. دا د ازادۍ او دیموکراسۍ پیل دی. پر ته له شکه دغو خلګو خپله واقعي لاره موندلې ده او مونږ به یو نوی او په اصطلاح تر پخوا ښه مصر ولرو.،،

د تحریر څلور لاره د هیله او امید په مرسته ژوندۍ شوې وه. د خلګو په ګنه ګوڼه کې خوشاله راپیدا شوه او خلګو غزلې ویلې. پلرونو خپل ماشومان راوستي وو چې د مصر د تاریخ یوه مهمه شیبه وویني خو دغه ټول څه د مبارک د وینا سره په یو ډول مایوسۍ بدل شول.

که څه هم چې د مظاهره کونکو له ډلې نه ځیني یې ولاړل خپلو کورونو ته چې بیده شي خو ځیني نور یې د تحریر په څلور لاره کې پاته شول چې د جمعې د لمانځه وروسته مظاهرو ته آماده ګي ونیسي.

  • 16x9 Image

    حسیب الکوزی

    حسیب الکوزی د ۲۰۰۹ کال راهیسې د امریکا غږ سره په واشنګټن کي کار کوي. الکوزي د امریکا د جورجټون د پوهنتون څخه د نړیوالو اړیکو  په برخه کي د لیسانس سند ترلاسه کړی او د امریکا د جانس هاپکینز د پوهنتون څخه يې د نړیوال امنیت او اقتصاد  په برخه کې ماستړي اخیستې ده. اوسمهال د امریکن  پوهنتون څخه د نړیوال پرمختګ په برخه کې پر خپلې دویمې ماسټرۍ کار کوي.  هغه د ویب پاڼې ترڅنګ د آشنا راډیو خبري او سیاسي خپرونې پر مخ بیايي او د آشنا تلویزون سره هم همکاري لري. امریکا ته د راتګ څخه مخکي یې په افغانستان کي په بیلابیلو  نړیوالو ادارو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG