د لاس رسي وړ اتصالات

د مرسي پلویان او مخالفین لارو کوڅو ته وتلي


په داسي حال کې چې پوځ او اخوان المسلمین ګوند دواړه هڅه کوي چې خپل قوت او ولسي ملاتړ ښکاره کړي، په مصر کې مظاهره چیان د قاهرې په لارو کوڅو کې خپاره شوي دي چې د یوه بل پرضد مظاهرې وکړي.

د راپرځول شوي ولسمشر پلویان د جمعې په ورځ د قاهرې د نصر په ښار کې چې د اخوان المسلمین ګوند یو قوي مرکز ګڼل کېږي، د رابعه الاداویه د جومات د باندي راټول شوي وو. دغه ګوند د ټویټرس له لارې د مرسي د پلویانو انځورونه په ټول هېواد کې خپاره کړل.

ریپوټونه خپاره شوي چې د مرسي د زرګونو طرفدارو او مخالفو مظاهره کونکو ترمنځ نښتې شوي دي.


دا په داسي حال کې ده چې د پوځ لوی درستیز عبدالفتاح السیسي پر ټولو مصریانو باندې غږ کړی دی چې لارو کوڅو ته دي په مظاهرو راووځي چې د هغه په وینا د ترهګرۍ او تشدد پر خلاف د نوموړي مبارزې ته مشروعیت ورکړل شي.


مظاهرې په داسي حال کې وشوې چې د مصر یوه قاضي امر وکړ چې د معزول شوي ولسمشر محمد مرسي بند دي د دسیسې د جوړولو په تور ادامه پیدا کړي.


د مینا رسمي خبري آژانس وویل چې مرسي د ۱۵ ورځو دپاره په توقیف کې ساتل کېږي. نوموړی د جولای د دریمې نېټې راهیسي د پوځ په بند کې دی. هغه د پوځ د مداخلې په لړ کې د قدرت څخه ایسته شو.

د محمد مرسي ولسمشري او وروسته د هغه راپرځولو د مصر ټولنه ویشلې ده. محمود محمود د هغو زرګونو مظاهره کونکو په ډله کې دی چې د تحریر څلور لارې ته د مظاهرو لپاره ځي. هغه داسي وايي:،،مونږ ټول باید لارو کوڅو ته راووځو چې د جنرال سیسي د غوښتنې ملاتړ وکړ او تشدد و ترهګري وغندو. نن ورځ زمونږ د پاڅون د تکمیلیدو ورځ ده.،،


خو زیات شمیر اسلام پاله مصریان بیا د جنرال سیسي غوښتنه د اخوان المسلمین پرضد د تشدد ډکو حملو پيل ګڼي.

ددغو مصریانو له ډلې څخه یو یوصري رابعه نومېږي. هغه داسي وايي: ،،جنرال سیسي د خلګو څخه اجازه غواړي چې خلګ په خپلو مینځونو کې جګړې سره وکړي. داسي به ونسي ځکه مصریان اوس د ټولو مسایلو څخه باخبره دي.،،

په عین حال کې تحقیق کونکي اوس دا سپړي چې آیا ښاغلي مرسي د حماس د ډلې او نورو اسلام پالو مشرانو سره مرسته کړې ده چې په ۲۰۱۱ کال کې د حسن مبارک د راپرځیدو پرمهال د بند څخه وتښتي که نه؟


د ښاغلي مرسي د اخوان المسلمین ګوند وايي چې محلي اوسیدونکو د بندیانو په آزادیدو کې مرسته کړې ده خو د قاهرې یوه محکمه بیا څیړنې کوي چې دا په ډاګه کړي چې ښاغلي مرسي خو به د حماس د ډلې سره مرسته نه وي کړې چې د پولیسو پر ماموریتونو باندي بریدونو وکړي او بندیان آزاد کړي. دا له معلومه نه ده چې پر مرسي باندي به تورونه ولګېږي که نه؟
XS
SM
MD
LG