د لاس رسي وړ اتصالات

فرخنده په کابل ښار کې خاورو ته وسپارل شوه


د کورنیو چار وزارت وايي د فرخندې د وژنې په تړاوو یې د یو ملا په ګډون ۱۱ مشکوک کسان نیولي دي
د کورنیو چار وزارت وايي د فرخندې د وژنې په تړاوو یې د یو ملا په ګډون ۱۱ مشکوک کسان نیولي دي

فرخنده په کابل ښار کې خاوروته وسپارل شوه،فرخنده د پنجشنبې په ورځ د خلکو یوې قهرېدلې ډلې په دې تور ووژله او بیا یې وسوځوله چې ګنې، قران یې سوځولی دی، خو وروستي راپورونه وايي چې هغې دا کار نه و کړی.

په همدې حال کې د افغانستان د کورنیو چارو وزرات وايي د فرخندې د وژل کېدو د قضیې په تړاوو یې د ښار د دویمې حوزې د ۱۳ پولیسو دندې ځنډولې دي او څېړنې ترې پیل شوي دي، په دوی کې د حوزې امر هم شامل دی.

د وزارت اعلامیه وايي چې پولیسو ته یې لارښوونه کړې ده د پېښې عاملین دې ونیسي او د قانون منګولو ته دې وسپاري. وزارت وايي د پېښې په تړاوو یې وار د مخه ۱۱ مشکوک کسان نیولي هم دي.

د کورنیو چارو وزارت د جنايي جرمونو پروړاندې د مبارزې مشر جنرال ظاهر ظاهر وايي چې هغوی د فرخندې د وژنې په تور تر اوسه د هغه ملا په ګډون چې د پیښې اصلي عامل وو، دیارلس کسان نیولي دي.

"یو یې هم نه پریږدو ټول نیسو، که موږ یې پریږدو سبا مو لورګانې بهر نشي تللی، دا جنایتکوونکي نه پریږدو له چا ویره نلرو لکه څنګه مو چې د پغمان جنایتکوونکي دار ته وخیږول دوی به هم موږ او تاسې دار ته خیږوو."

د فرخندې جنازه

د فرخندې جنازه چې نن یکشنبه په کابل کې خاورو ته وسپارل شوه، او د جنازې مراسمو ډیره برخه د ښځو لخوا ترسره شوه.

د فرخندې د جنازې په مراسمو کې په زرګونو کسانو ګډون کړی وو، او ټولو په یوه خوله د عدالت غوښتنه کوله او د فرخندې وژونکو ته یې د سختې سزا غږونه پورته کول.

د جنازې په مراسمو کې د مدني ټولنې یو شمیر فعالانو پر افغان حکومت غږ وکړ چې د فرخندې قاتلین د قانون منګلو ته وسپاري.

د مدني ټولنې یو فعال باريسلام وویل "نن عدالت ته د رسیدو د مبارزې پيل دی، او د هغو قاتلانو او جنایتکارانو د محاکمې ورځ ده چې نه یواځې فرخنده یې شهیده کړه بلکې انسانیت یې دلته شهید کړ."

دوی غوښتنه کوي تر هغې چې د فرخندې د قتل عاملین محاکمه نشي خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.

د فرخندې پر وژنې غبرګون

یو شمیر دیني عالمانو هم د فرخندې د وژل کیدو په هکله جدي غبرګون ښودلی دی او پرته له شواهدو د یو انسان وژنه یې د اسلام دین له اساساتو سره په ټکر کې بللې ده.

د جنازې په مراسمو کې یو دیني عالم وویل "زما د خور فرخندې په قتل کې، بلکې د ټول اسلامي امت خور په قتل کې چې هر څوک شریک وو، که هغه رسنۍ وي، که دولتي چارواکي وي، که احمد وي که محمد وي او که عالم وي په خدای قسم چې مجرم دي او عبادت یې د الله په دربار کې قبول نه دی."

د فرخندې پلار محمد نادر رسنیو ته وویل چې دده لور په خورا بې رحمۍ سره پرته له دې چې کوم شواهد ترلاسه شي ، وژل شوې ده.

د فرخندې د جنازې ډېرو برخوالو له حکومت څخه، د هغې د وژوونکو د نیولو کېدو او محاکمه کولو غوښتنه کوله.
د فرخندې د جنازې ډېرو برخوالو له حکومت څخه، د هغې د وژوونکو د نیولو کېدو او محاکمه کولو غوښتنه کوله.

محمد نادر وايي چې لور یې دیني زده کړې کړې وې او ښځو ته یې د دین تبلیغ کاوه، خو د وژل کیدو لامل یې په شاه دوشمشیره جومات کې تعویذ لیکونکی ملا دی.

هغه وویل "یو تعویذ لیکونکي مُلا چې هلته یې ښځې غولولې فرخندې ورته لارښونه کړئ چې ستا دا کار د اسلامي شریعت خلاف عمل دی، دغه مُلا د دې لپاره چې فرخنده له منځه یوسي ورباندې یې تورولګاوه چې قرآن پاک یې سوزولی دی."

د ولسي جرګې یو شمیر غړي هم د ملي وحدت له حکومت څخه غواړي چې دا قضیه په جدي توګه وڅیړل شي.

د ولسي جرګې غړې فرخنده زهرا نادري امریکا غږ ته وویل چې له دې پیښې سره د ښځو حقونه تر پښو لاندې شوي دي.

هغې وویل "د ملي یووالي حکومت په تیر بیا ولسمشر دې دا قضیه په جدي توګه تعقیب کړي، د فرخندې قضیه یواځې د یو انسان قضیه نه ده په خواشینۍ چې موږ په افغانستان کې هره ورځ ماتم لرو، خو د فرخندې په قضیې سره په دې هیواد کې انسانیت تر پوښتنې لاندې راغی، په ځانګړې توګه د ښځو حقونه"

د فرخندې د وژل کیدو د پیښې څیړلو لپاره د افغان جمهور ریس لخوا یوه کمیسیون ته هم دنده سپارل شوې چې دا قضیه په جدي ډول وڅیړي.

XS
SM
MD
LG