د لاس رسي وړ اتصالات

په پکتیکا کې یو شمیر معتادین مړه شوي دي


په پکتیکا کې یو شمیر معتادینو ژوند له لاسه ورکړی
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:13 0:00

ویډیویي راپور یې دلته کتلی شئ:

د پکتیکا روغتيايي چارواکي وايې په دې ولايت کې يو شمېر ځوانانو د نشه يې توکو د استعمال له کبله مړه شوي دي.

ډاکټر علي خېل صادق٬ د مرکز ښرنې ملکي روغتون سرطبيب وايې د يوې مياشتې په موده کې پنځه تنه ځوانان د ژوند په وروستیو سلګیو کې دغه روغتون ته راوړل شوي او ټول یې په همدغه مرکز کې مړه شوي دي.

صادق د دغو ځوانانو د مړينې لامل د زياتو الکولو کارول ياد کړل.

ياده دې وي چې په دې وروستيو کې په پکتیکا کې د معتادينو شمېر مخ پر زياتېدو دی.

XS
SM
MD
LG