د لاس رسي وړ اتصالات

یو شمېر بهرني خبریالان وايي طالبانو یې د کار مخه نیولې


امریکايي ورځپاڼه واشنګټن پوسټ وايي د طالبانو حکومت ورته ویلي چې د افغانستان او پاکستان لپاره ددې رسنۍ د څانګې مشره سوسانا جورج له دې وروسته په افغانستان کې د کار کولو اجازه نلري.

د واشنګټن پوسټ اجرایوي مشرې سالي بزبي په یوې اعلامیه کې ویلي، طالبانو ددې پرېکړې دلیل نه دی ښودلی خو ورته ویلي یې دي چې دا یې وروستۍ پرېکړه ده.

د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې له دې پیښې وروسته د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل طالبان باید ډیر ژر د واشنګټن پوسټ خبریالې سوسانا جورج ته په افغانستان کې د کار کولو اجازه ورکړي او د رسنیو د محدودولو لپاره باید ټولې هڅې ودروي.

ددې کمیټې د آسیا د پروګرام همغږی کوونکی بي لي یي وايي: "یوازې د راپور ورکولو له امله پر خبریالانو بندیز بې معنی دی. طالبان باید د خبریالانو ځپل پای ته ورسوي او بالاخره د رسنیو غړو ته په ازاد ډول د کار کولو اجازه ورکړي."

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې د واشنګټن پوسټ خبریاله سوسانا جورج د بې بنسټه راپورونو په جوړولو تورنه کړه.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته، د بیان د ازادۍ ملاتړي وايي، په دغه هېواد کې نه یوازې پر کورنیو رسنیو محدودیتونه وضع شوي دي بلکې بهرنۍ رسنۍ او خبریالان هم له بیلابیلو محدودیتونو او ستونزو سره مخامخ شوي دي. د رسنیو فعالان وايي طالبانو یو شمېر بهرنيو خبریالان ته د افغانستان د ویزې له ورکولو ډډه کړې ده.

افغان خبریال او د کابل پریس کلب مشر عزیز احمد تسل وایي، طالبانو یو شمیر بهرني خبریالان له کوم جرم پرته افغانستان ته له تګ څخه منع کړي دي.

نوموړی وايي: "طالبان اوس بهرنۍ رسنۍ، د بهرنیو رسنیو ژورنالستان او استازي افغانستان ته نه پریږدي. زه یو شمیر خبریالان پيژنم چې له نږدې ورسره په تماس کې یم او هغوی د نړۍ د مشهورو رسنیو استازي دي، هغوی ته طالبان ویزې نه ورکوي او ورته وایي تاسې په تور لست کې یاست."

استرالیایۍ خبریاله لین اوډانیل چې په افغانستان کې یې فعالیت کاوه، وايي د طالبانو د استخباراتو ادارې د ۲۰۲۲ کال په جولای کې مجبوره کړه چې د افغانو میرمنو او نجونو په اړه د خپل خبري پوښښ له امله بخښنه وغواړي.

اوډانیل وايي، د طالبانو له خوا نیول شوې او د پوښتنو ګرویږنو په ترڅ کې د ناسمو اعترافاتو په کولو مجبوره شوې ده. هغه زیاتوي: "له دې پرته، په زندان او حتي په مرګ وګواښل شوم. زما له خلاصون وروسته، د نورو هیوادونو خبریالان هم بندیان شول. تر ما ډیر خراب، په فزیکي شکل وهل شوي او د میاشتو لپاره بندیان شوي دی."

امریکایي خبریال او فلم جوړوونکی جیسن موتلاغ چې ډیر وختونه په افغانستان کې پاتې شوی، وایي که څه هم په افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شوی او هغوی په آزاد ډول بیلابیلو سیمو ته سفر کولی شي، خو یو لړ مشکلات موجود دي. هغه وايي چې د خوندي چاپېریال د نشتوالي له کبله په افغانستان کې د مسلکي خبریالانو تشه رامنځته شوې ده.

موتلاغ زیاتوي: "موږ ممکن وکړای شو مشخص موضوعات او یا جنجالي تحقیقات ترسره کړو، خو که موږ افغان خبریالان وګمارو او کله چې له افغانستان څخه وځو، نو تاسې پوهیږئ هغوی باید پاتې شي او ممکن د خپل کار له امله له عواقبو سره مخ شي."

افغاني الاصله فرانسوی خبریال مرتضی بهبودي بل خبریال دی چې د جنوري میاشتې راهیسې د طالبانو په بند کې دی. د بې پولو خبریالانو بنسټ ویلي دي‌ بهبودي په داسې حال کې ونیول شو چې غوښتل یې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزارت څخه مطبوعاتي اعتبار لیک ترلاسه کړي.

طالبانو که څه هم د بهبودي د نیول کیدو د دلیل په اړه مشخصا څه نه دي‌ ویلي، اما ځیني بهرني خبریالان یې د ناسمو خبرونو په جوړولو او حتی په جاسوسۍ تورن کړي دي.

XS
SM
MD
LG