د لاس رسي وړ اتصالات

د کډوالو پالیسي، د جرمني پر ټاکنو څه اغېزې لرلی شي


انگیلا مرکل د اروپا د یوې ځواکمنې مشرې په توگه هڅې کوي چې د کډوالو د بې کنتروله بهیر مسله اواره کړي
انگیلا مرکل د اروپا د یوې ځواکمنې مشرې په توگه هڅې کوي چې د کډوالو د بې کنتروله بهیر مسله اواره کړي

دغو ټاکنو ته د انگېلا مرکل د مشرتابه په برخه کې د ولسپوښتنی په نظر کتل کېږي

د جرمني په درې ایالتونو کې خلکو نن د یکشنبی په ورځ رایې ورکولې. دالومړی ځل دی چی په دې هېوا دکې به د انگېلا مرکل پالیسي د مهاجرینو په برخه کې و ازمویل شي. رپوټونه وايي د کډوالو پالیسي به په جرمني کې په دې ټاکنو کې غوڅ نقش ولري.

په داسې حال کې چې د جرمني په درې ایالتونو کې ځايی ټاکنې کېږي، انگیلا مرکل دېته چمتوده چې په نظر پوښتنو کې د کډوالو د پالیسۍ د ناوړه اغېزو چاره وکړي.

دغه ټاکنې په درې سیمو کې په ایالتي کچه کېږي. په جنوب لوېدیځه برخه کې په باډن ورټمبرگ کې کېږي چې اقتصادي مرکز گڼل کېږي. بله سیمه د راین لنډ پلاټینېټ ده او درېمه د سا کسوني انهالټ سیمه د ه چې په اقتصادي لحاظ نسبت نورو ته نېستمنه سیمه گڼل کېږي او په پخواني کمونېست ختیځ جرمنی کې پرته ده. په دغو درو واړو ایالتونو کې تقریبا څه کم دیارلس ملیونه خلک درایو ورکولو مستحق دي.

انگیلا مرکل د عیسویانو ددموکراتیک اتحاد مشره په انتخاباتي مبارزه کې ددې گوند له مرستیالی سره
انگیلا مرکل د عیسویانو ددموکراتیک اتحاد مشره په انتخاباتي مبارزه کې ددې گوند له مرستیالی سره

انگېلا مرکېل په خپله په څو انتخاباتی مبارزو کې گډون وکړ. دهغی حکومت به سږکال په ټینگه د کډوالو دستونزې د حل لپاره هڅې وکړي اوداسی قونین به وضع کړی چی د اقتصادی مهاجرینو مخه ونیسی او بېرته ېې خپلو هېوادونو ته ستانه کړی.

د کډوالو پالیسي به د دغو دری ایالتونو کې په ټاکنو کې د 2017 کال د عمومي انتخاباتو لپاره او د فیدرالی پارلمان لپاره دېوې مهمې نښې حېثیت ولري.

ډاکټر کارسټن کاشمېډر د سیاسي علومو یو پوهاندوايي اوس د مهاجرینو په برخه کې بحث تر نور و ټولو بحثونو زښت ډېر اهمیت لري او په ټاکنو کې قاطع نقش لوبولی شي. ډاکټر کارسټن کاشمېډر،د سیاسي علومو یو پوهاند وايي" د سروې گانو له مخې تر اتیا فیصدو نه زېات خلک دمهاجرت د مسلې په برخه کې اندېښمن دي؛ هغوی وايي څومره کډوال راغلي دي او څنگه په ځايي ټولنو کې له ژوند سره ځان برابر کړی شي. دمهاجرینو پالیسي په ټاکنو کې وروستي او قاطع نقش لري.

تمه ده د کډوالۍ ضد ښي اړخی گوند (د جرمنی لپاره متبادله لار) یا (AfD ) په دې انتخاباتو کې ښه توره وکړي، ځکه جرمني له یو ملیون نه زیاتو کډوالو ته په خپل هېواد کې ځای ورکړی دی.

دغو ټاکنو ته د انگېلا مرکل د مشرتابه په برخه کې د ولسپوښتنی په نظر کتل کېږي

د کډوالۍ ضد گوند مشر انډرې پاگنبرگ په ساکسوني انهالټ کې د رویېټرز خبری اژانس ته وویل " دلته یوازې یوه لاره ده، د مرکل د اتحاد لاره، خو خلک متبادله لاره لټوي. هغوی یو ریښتونی مخالف گوند غواړي او موږ غواړو دغه وظیفه ترسره کړو."

د ډوسلډروف د پوهنتون د سیاسي علومو استاد د فرانسپریس خبری اژانس ته وویل دا انتخابات ډېر مهم دي ځکه دابه د اوسنی حکومت د کډوالۍ د جنجالی پالیسی لپاره د یو ازمېښت په توگه کار وکړي.

تحلیل کوونکي وايی که چېرې د انگیلا مرکل د کریسچن دموکراتیک یونین (CDU) او له هغې سره متحد گوند سوشل دیموکراتیک گوند(SPD) په دې کی ناکام سی چی د دې دروو ایالتونو له جملی نه دوه وگټي نو دابه دهغې لپاره یو غټ تاوان وي. انگیلا مرکل د اروپا د یوې ځواکمنې مشرې په توگه هڅې کوي چې د اروپايي اتحاد او ترکیې په مرسته د کډوالو بې کنتروله بهیر مسله اواره کړي. هغه ددې لپاره هم هڅې کوی چی په اروپايي اتحاد کې د کډوالو د ویشلو په برخه کې عملي گامونه پورته شي او په یو تناسب ېې د اروپايي اتحاد په اته ویشت غړیو هېوادو نو کې وویشي.

XS
SM
MD
LG