د پښتونخوا حکومت پدې صوبې کې د افغان مهاجرو سره د مرستې لپاره د ټیلیفون یوه نمره خپره کړیده. . که پولیس د هغوي نه پیسې اخلي او یا یې ځوروي، هغو ي کو لي شي چې په همدې نمبرې زنګ ووهي او خپل شکایت ثبت کړي.
هغه افغانان چې اسناد ولري هغوي په مستقیمه توگه خپل شکایت د پولیسو مشر ته رسولې شي. د پولیسو مشر ژمنه کړیده چې د هغو پولیسو په خلاف به اقدام کوي چې افغانان ځوروي.
خو په پېښور کې د ژورنالیست او مبصر اسماعیل خان وایي تر څو چې د صوبايي حکومت پالیسي نه وي بدله شوي ، د افغانانو ځورنه به ادامه ولري. د ښاغلي اسماعیل خان سره د امریکا غږ د خبریالې نزارنې یوسفزۍ مرکه دلته اوریدلی شئ.