د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې د انګورو حاصلات ډېر شوي


انګور په لسګونه ډولونه لري خو په کندهار کې شونډوخاني، سره انګور، حسیني، قلمه، سره لالا او ابجوش تر ټولو خوندور دي.
انګور په لسګونه ډولونه لري خو په کندهار کې شونډوخاني، سره انګور، حسیني، قلمه، سره لالا او ابجوش تر ټولو خوندور دي.

افغانستان کې د انګورو د پخېدو موسم په رارسېدو سره د دغه هېواد د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي چې په کندهار ولایت کې د دغې میوې حاصلات ډېر شوي دي.

د دغه وزارت په خبرپاڼې کې چې نن شنبه (وږی۱/اګسټ۲۲) خپره شوې راغلي چې د کندهار په ۱۷ ولسوالیو کې پر ۲۰۵۰۰ هکتاره ځمکې باندې د انګورو نوې تاکونه کېنول شوي‌ او کرل شوي دي.

اعلامیه زیاتوي: "له دغو تاکونو نه به سږ کال څه باندې ۲۹۰ زره ټنه انګور راټول او بازار ته وړاندې شي."

د کرنې وزارت د معلوماتو پر بنسټ تېر کال له دغو تاکونو څخه ۲۷۳ مټریک ټنه انګور حاصل ترلاسه شوی و.

انګور په لسګونه ډولونه لري خو په کندهار کې شونډوخاني، سره انګور، حسیني، قلمه، سره لالا او ابجوش تر ټولو خوندور بلل کیږي.

د افغانستان په جنوبي، غربي، شمالي او یو شمېر مرکزي ولایتونو کې د انګورو بیلابیل ډولونه ښه وده کولی شي.

خو په وروستیو کلونو کې دغه مېوه په مشرقي کې هم په رسمي ډول ازمایل شوې چې پایلو ته یې هیله مندي ډېره ده.

XS
SM
MD
LG