د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د ګوانتنامو څلور طالب بندیان، افغانستان ته وسپارل


امریکايي چارواکي وايي د ګوانتنامو له زندان څخه یې څلور طالب بندیان کابل ته لېږدولي او افغان حکومت ته یې سپارلي دي.

په کابل کې د امریکا سفارت په یوې اعلامیې کې دا خبر تاید کړی دی، په اعلامیې کې افغان حکومت ستایل شوی چې دغه بندیان یې منلي دي.

دامریکا سفارت اعلامیه وایي" موږ ډاډه یو چې افغان حکومت دا وړتیا لري چې د دغو کسانو له لوري د ممکنه ګواښ مخه ونیسي او همدغه راز له هغوی انساني چلن ورسره وکړي. "

دغه کسان د شنبې په شپه کابل ته رسول شوي دي.

امریکايي چارواکي وايي شاولي خان، علي ګل، عبدالغني او محمد ظاهر یې د ولسمشر محمد اشرف غني په غوښتنې کابل ته وروسپارل.

د امریکا ددفاع وزارت وايي د دغو کسانو دوسیې یې څېړلي دي او ټولې اړوندې ادارې د دوی په خوشې کولو راضې شوي دي.

دا معلومه نه ده چې دغه کسان چېرته او کله نیول شوي او دا چې څومره مهم او لوړ پوړي طالب مشران دي؟

له ګوانتنامو نه د بندیانو د ازدولو هدف

کابل ته د دغو بندیانو سپارل، د ولسمشر اوباما د هغه پلان یوه برخه ده چې غواړي د ګوانتنامو زندان وتړي.

امریکايي چارواکي هیله مند دي چې کابل ته د طالب بندیانو په سپارلو سره به د کابل واشنګټن ترمنځ اړیکې او پر یو بل باور لا پسې غښتلي شي.

د امریکا سفارت هیله ښيي چې ښايي کابل ته د دغو بندیانو سپارل له وسله والو طالبانو سره د سولې په خبرو کې مرسته وکړي " هیله مند یو چې د دغو بندیانو سپارل به د افغانانو ترمنځ د باور فضا برابره کړي چې په سیاسي مذاکراتو کې دخیل شي او په خپل هېواد کې روان تاوتریخوالی ختم کړي."

امریکا وايي دوی د افغان حکومت په مشرۍ، له طالب وسله والو او نورو ډلو سره د سولې د خبرو ننګه کوي چې، کابل ته د دغو بندیانو سپارل یې یوه بېلګه بلل کیږي.

د ګوانتنامو زندان تړل کیږي

ولسمشر اوباما واک ته له رسېدو سره سم، د ګوانتنامو زندان د تړلو ژمنه وکړه.

امریکايي چارواکي وايي په زندان کې بندي کسان به خپلو اړوندو هېوادونو ته سپارل کیږي. په دغو بندیانو کې یې ډېر هغه کسان دي چې جرمونه پرې ثابت شوي نه دي او یا یې هم د بند موده پای ته رسېدلې ده.

ولسمشر اوباما واک ته له رسېدو سره سم، د ګوانتنامو زندان د تړلو ژمنه وکړه.
ولسمشر اوباما واک ته له رسېدو سره سم، د ګوانتنامو زندان د تړلو ژمنه وکړه.

شاوخوا یوه اونۍ وړاندې د امریکا د دفاع وزارت اعلان وکړ چې له ګوانتنامو زندان څخه یې شپږ بندیان یوراګوۍ ته استولي دي.

د امریکا دفاع وزارت وویل احمد عدنان احجام، علي حسین شعبان، عمر محمد فراج، عبدل بن محمد عباس اورګی، محمد طحه متان او جهاد دیاب، د ګوانتنامو له زندان څخه یوراګوۍ ته واستول شول.

د ګوانتنامو زندان په نیویارک کې د امریکا په تجارتي ودانیو له بریدونو وروسته چې، القاعده یې په کولو تورنه شوه، جوړ شو.

دوی د گوانتانامو لومړني بندیان دي چې د جنوبي امریکا یوه هېواد ته سپارل کیږي.

د ګوانتنامو زندان په نیویارک کې د امریکا په تجارتي ودانیو له بریدونو وروسته چې، القاعده یې په کولو تورنه شوه، جوړ شو.

په دغه زندان کې په القاعدې پورې تړلي تورن کسان بندیان دي چې د افغانستان او پاکستان په ګډون د نړۍ په بېلا بېلو برخو کې نیول شوي دي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. جعفر هاند تر دې دمه په پښتو کې نهه کتابونه لیکلي او ژباړلي دي. په ځانګړي ډول یې د افغانستان او نړۍ د کرکټ په تاریخ باندې درې کتابونه لیکلي.

XS
SM
MD
LG