د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د کرکټ‌ تاریخ ته لنډه کتنه


الله داد نوري وايي دا د افغانستان د کرکټ د لومړۍ ملي لوبډلې تصویر دی.
الله داد نوري وايي دا د افغانستان د کرکټ د لومړۍ ملي لوبډلې تصویر دی.

د کرکټ د ۲۰۲۴ کال شل اوریز نړیوال جام د جون په لومړۍ نېټه په متحدو ایالتونو او ویسټ انډیز کې کېږي، چې د افغانستان په ګډون په کې ۲۰ لوبډلې برخه اخلي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په خپل تاریخ کې په لومړي ځل په ۲۰۱۰ کې په نړیوال شل اوریز جام کې ولوبېده. افغانستان خپله لومړۍ لوبه د اپریل په ۳۰مه نېټه د ویسټ انډیز د سنټ لوشیا د ګروس جزیرې د کرکټ په میدان کې له هند سره وکړه.

هند هغه لوبډله ده چې هغه وخت افغان لوبغاړو یوازې په تلویزون لیدلې وه او د ډېرو یې زړه ته نه لویده چې د هند غوندې غښتلې لوبډلې په مقابل کې به درېږي. افغان لوبغاړي هم خوشحال د‌ي او هم اوتر چې څه به کېږي. د افغانستان د کرکټ پخواني لوبغاړي کریم صادق امریکا غږ سره په یوې ځانګړې مرکې کې د ۲۰۱۰ کال په نړیوال جام کې د افغانستان د لومړي سفر کېسه وکړه، دی هغه وخت اوپنر لوبغاړی و:

«ما ټوله شپه ډېر سوچ کاوه. د لوبدلې ډاکټر ته ولاړم د خوب ګولۍ مې وخوړلې چې سبا د افغانستان لوبه ده او زه ټولې نړۍ باندې افغانستان پېژنم او شپږ شپږیزې به وهم. په قهر هم وم، خو سر مې چې کېښود،‌ بس په خیالونو کې کله په صفر اوټ شه، که مې پلار را یاد شي، کله هغه مشکلات چې ما ګاللي... خوب نه راځي. پاڅېدم اودس مې وکړ او دوه رکعته لمونځ مې وکړ... سهار خو هلته اذان نه کېده، ویسټ انډیز کې و، سهار رڼا شوه، پاڅېدم چې لاندې چایو ته ښکته شوم، درې څلور هلکان (لوبغاړي) نور هم ناست وو. هغوی هم ټوله شپه زما غوندې په وېښه تېره کړې وه... بیا په میدان کې د سرود غږېدل او د بیرغ رپول، یوازې زما نه د ټولو افغانانو به یاد وي...»

افغانستان چې په ۲۰۱۰ کال کې په نړیوال جام کې لوبېده، په کور دننه یې هېڅ کوم معیاري لوبغالی نه درلود او نور امکانات یې هم ډېر کم وو. افغانستان په خپل لومړي نړیوال جام کې په هند او جنوبي افریقا باندې لوبې وبایللې خو افغان لوبغاړو نړیوالو ته د خپل استعداد، کلک هوډ او هڅو یوه بېلګه وړاندې کړه.

د هغه نړیوال جام څخه ۱۴ کاله ووتل، افغانستان له هماغه راهېسې په هر شل اوریز نړیوال جام کې لوبېدلی. د روان ۲۰۲۴ کال د جون په لومړۍ نېټه په متحدو ایالتونو او ویسټ انډیز کې د ۲۰ اورونو د نړیوال جام سیالۍ کېږي. په دغو سیالیو کې د افغانستان په ګډون ۲۰ لوبډلې لوبېږي او په څلورو ګروپونو وېشل شوي دي.

د ۲۰۱۹ کال د یوې ورځنیو لوبو په نړیوال جام کې د افغانستان او انګلنډ ترمنځ لوبه وه. د افغانستان کرکټ بورډ په خپل رسمي ټویټر (اوس ایکس) کې ولیکل چې د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ د لوبې تاریخ نونلسمې پېړۍ ته ګرځي. دوی د هغه وخت یو تصویر هم خپور کړی و چې په کې د کابل د دربار مقامات د کرکټ د لوبې په مهال لیدل کېږي.

په افغانستان کې د کرکټ تاریخ نونلسمې پېړۍ ته رسېږي
په افغانستان کې د کرکټ تاریخ نونلسمې پېړۍ ته رسېږي

د افغان کرکټ بورډ د دغو معلوماتو په اساس په کابل کې په ۱۸۳۹ میلادي کال کې د انګلیس-افغان د لومړۍ جګړې په مهال کرکټ شوی و. خو هغه وخت یې په افغانستان کې رېښې ونه کړې. مګر له دغې نېټې څخه څه باندې یوه نیمه پېړۍ وروسته (۱۹۹۰ کلونو کې) چې یو شمېر افغانان بېرته له پاکستان څخه خپل هېواد ته راستانه شول، دا لوبه یې هم له ځان سره انتقال کړه.

دوی په پاکستان کې د مهاجرت په مهال دا لوبه زده کړې وه. کریم صادق هغه افغان لوبغاړی دی چې په کډوالۍ کې یې کرکټ زده کړ. د افغانستان د کرکټ دغه پخوانی اوپنر او ویکټ ساتونکی اوس د افغانستان په کرکټ بورډ کې دنده لري. د ده مشر ورور تاج ملوک علم د افغانستان پخوانی روزونکی و او بل ورور هستي ګل عابد د ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی و. ځوان ورور افتاب علم یې اوس هم د افغانستان لپاره لوبې کوي.

کریم صادق په خیبرپښتونخوا کې د کچه کهړۍ په کمپ کې کرکټ پیل او په ۲۰۰۲ کې بېرته خپل هېواد ته ستون شو: «زه په ماشومتوب کې افغانستان څخه وتلی وم، په اول ځل چې بېرته خپل وطن ته داخل شوم... هغه خوند مې بیا په ژوند کې لیدلی نه دی.»

کریم صادق د افغانستان د کرکټ د لومړي نسل لوبغاړی دی.
کریم صادق د افغانستان د کرکټ د لومړي نسل لوبغاړی دی.

کریم صادق په لومړي ځل د افغانستان لپاره خپل رسمي سفر په ۲۰۰۳ کال کې وکړ. هغه وخت په هند کې د اسیا د کرکټ د نړیوالې شورا له لوري د ۱۷ کلنو لوبډلو ترمنځ سیالۍ وې او کریم صادق د افغانستان د لوبډلې مرستیال کپتان و: «له کابل څخه چې په الوتکې کې کېناستو، اول ځل مو نیکټايي وتړله، یوازې د نبي (افغان لوبغاړی) زده و چې څنګه یې وتړي، ‌د نورو زده نه وو. طیارې زیات خوندور مزل وکړه، کله چې طیارې سپیډ «چټکه ځغاسته» شروع کړ، زما ذهن کې راغی چې دا کریم خان او دا کرکټ نور څوک اېسارولای نه شي.»

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لومړی کپتان او د بورډ (فدراسیون) پخوانی مشر الله داد نوري امریکا غږ ته وویل چې په ۱۹۹۵ کال کې یې د ملي اولمپیک په چوکاټ کې په افغانستان کې د کرکټ فدراسیون ثبت او راجستر کړ. دا د طالبانو د حکومت اوله دوره وه. په دې اساس په افغانستان کې د مسلکي کرکټ (کلک توپ) لوبې د فدراسیون له جوړېدو وروسته پیل شوې.

الله داد وايي په کابل کې ټینس بال (نرم توپ) کېده او «کله چې زه اولمپیک ته ورغلم او ورته مې وویل چې ټینس بال د یو ملک کرکت نه شي کېدای، زه به تاسو د هاټ بال لوبې ته وروزم، هغوی خوشحال شو، د اولمپیک سره موافقې ته ورسېدو او هغوی ته مې وویل چې په انګلیسي کې ماته یو خط راکړئ... بیا ما هغه خط د کرکټ نړیوالې شورا ته واستوه...هغوی بیا له موږ وغوښتل چې باید د کرکټ لپاره یوه مستقله اداره» وي.

الله داد نوري او ورسره یې ملګري په کابل کې د پچ په جوړولو بوخت دي
الله داد نوري او ورسره یې ملګري په کابل کې د پچ په جوړولو بوخت دي

الله داد نوري وايي له دې وروسته یې په ۱۹۹۷ میلادي کال کې په کابل کې د کابل، ننګرهار، کونړ، خوست، لوګر او کندهار ولایتونو ترمنځ رسمي ټورنمنټ جوړ کړ. دا په افغانستان کې په کلک توپ لومړۍ سیالۍ وې چې کندهار یې اتلولي ګتلې وه. د دغو سیالیو څخه غوره لوبغاړي وټاکل شول او د افغانستان ملي لوبډله یې ترې جوړه کړه چې الله داد نوري یې کپتان و.

نوري وايي چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لومړی سفر په ۱۹۹۸ کال کې پاکستان ته وکړ. دوی هلته د پاکستان په ځینو داخلي سیالیو کې ولوبېدل او رسنیو د افغانستان د ملي لوبډلې د موجودیت په اړه راپورونه خپاره کړل.

الله داد نوري وايي دا د افغانستان د کرکټ لومړۍ ملي لوبډله ده.
الله داد نوري وايي دا د افغانستان د کرکټ لومړۍ ملي لوبډله ده.

افغانستان په ۲۰۲۱ کال کې د کرکټ د نړیوالې شورا غړیتوب (Affiliate Member) ترلاسه کړ. د کرکټ د اسیا شورا په ۲۰۰۳ کال کې افغانستان ته غړیتوب ورکړ.

افغانستان په ۲۰۰۷ کال کې په کویټ کې د اسیا د کرکټ شورا د ۲۰ اورونو ټرافي وګټله. په پایلوبې کې افغانستان او عمان سره مساوي شول او اتلولي یې هم شریکه شوه.

افغانستان په ۲۰۰۹ کال کې په جرسي کې د کرکټ د نړیوالې شورا د ۲۰۱۱ کال د نړیوال کپ د غوراوي د پنځم ډیویژن اتلولي وګټله. هغه وخت د لوبډلې روزونکی تاج ملوک علم و. تاج ملوک علم د دغو سیالیو ګټل د افغان لوبغاړو د کلک هوډ او عزم نتیجه بولي.

کریم خان صادق چې په دغې لوبې کې و، هم په دې باور دی چې په هغو کلونو کې افغان لوبغاړ په قوي هوډ سره لوبې کولې او ګټلې.

««ډېره زیاته مینه وه، ډېره ښه جذبه وه، موږ ډېر مینه ناک وو، کنډواله کابل مو لیدلی و، د وطن حالات مو لیدلي وو، د جنګونو له وجهې افغانستان راڅخه پاتې و. مهاجرت کې مو بدې ورځې د ژوند تېرې کړې، موږ ویل په موږ خو تېره شوه، خپلو راتلونکو نسلونو ته کار کول په کار دي...»

تاج ملوک علم، هستي ګل عابد او کریم صادق
تاج ملوک علم، هستي ګل عابد او کریم صادق

په همدغه کال کې افغانستان په تانزانیا کې څلورم ډیویژن وګاټه، د ۲۰۰۹ کال د جنورۍ په میاشت کې افغانستان د ارجنټاین په بونوس ایریس کې د درېیم ډیویژن د اتلولیو له ګټله وروسته د نړیوال کپ غوراوي سیالیو ته چې په سویلي افریقا کې وې لار ومونده. افغانستان په دغو سیالیو کې د یوې ورځنیو لوبو امتیاز او درجه واخیسته.

د کرکټ د نړیوالې شورا د اصولو په اساس، د کرکټ ادارې باید مستقلې وې. د ۲۰۰۸ کال د جون په دویمه نېټه د هغه وخت د ولسمشر حامد کرزي په فرمان د افغانستان کرکټ فدراسیون په بورډ ته بدل شو او د ملي اولمپیک کمېټې له چوکاټ څخه رابهر او یوه مستقله اداره شوه. د بورډ عمومي مشر، اجرايي مشر او نور ادارې تشکیلات وټاکل شول او حکومت هم ورته بودیجه ځانګړې کړه.

هغه مکتوب چې په اساس یې د کرکټ فدراسیون په بورډ بدل شو.
هغه مکتوب چې په اساس یې د کرکټ فدراسیون په بورډ بدل شو.

افغانستان په ۲۰۰۹ کال کې په جنوبي‌ افریقا کې د سیالیو په مهال د یوې ورځنیو نړیوالو لوبو امتیاز ترلاسه کړ. افغانستان په همدغه کال کې خپله لومړۍ نړیواله یوه ورځنۍ لوبه له سکاتلنډ څخه وګټله او بیا چې لوبډله هېواد ته ستنه شوه، خلکو یې تود هرکلی وکړ.

کریم صادق وايي: «کله چې موږ بېرته وطن ته ستانه شو، په ننګرهار کې خلک زما هرکلي ته راوتلي وو. هغوی استقبال کاوه او ما سوچ کاوه چې پلار مې نه و (وفات شوی و) ، خلکو چک چکې وهلې او ما ژړل.»

هغه وخت د پاکستان پخوانی لوبغاړی کبیر خان د افغان لوبډلې روزونکی و. کبیر خان امریکا غږ ته وویل چې د نړیوالو لوبو د امتیاز ترلاسه کول د افغانستان د کرکټ نور پرمختګ ته لاره ډېره اسانه کړه: «کله چې ما هغه وخت له کپتان نوروز منګل سره په لومړي ځل خبرې وکړې او ورته مې وویل چې څه غواړې؟ هغه راته وویل: زما یو ارمان دی چې زه ولاړ یم او د افغانستان بیرغ په میدان کې اوچت شي او د افغانستان ملي سرود وغږېږي. او بیا چې کله موږ نړیوال جام ته ولاړو او د افغانستان ملي سرود غږول کېده، ما او نوروز منګل یو بل ته کتل، احساساتي شېبه وه، زموږ په سترګو کې اوښکې هم وې.»

کبیر خان او نوروز منګل له لوبغاړو سره.
کبیر خان او نوروز منګل له لوبغاړو سره.

افغانستان په لومړي ځل په ۲۰۱۰ کال کې د کرکټ د ۲۰ اورونو د نړیوال جام سیالیو کې ولوبېده او تر دې دمه د ۲۰ اورونو په شپږو نړیوالو جامونو کې لوبېدلی. دا جام هرو دوو کالونو کې یو ځل کېږي.

افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې هم په ۲۰۰۹ کال د یوې ورځنیو لوبو نړیوال جام ته لاره وکړه چې په نیوزلنډ کې و او هغه راهېسې په دغو جامونو کې لوبېږي.

د کرکټ نړیوالې شورا په ۲۰۱۳ کال کې افغانستان دویم درجه غړی کړ او بودیجه او نور امکانات یې هم ورته برابر کړل.

جعفر هاند له افغان لوبغاړو کریم صادق، ګلبدین نایب او احمدشاه احمدي سره. اوس یوازې ګلبدین نایب په ملي لوبډلې کې ده. دا ۲۰۰۹ کال کابل و.
جعفر هاند له افغان لوبغاړو کریم صادق، ګلبدین نایب او احمدشاه احمدي سره. اوس یوازې ګلبدین نایب په ملي لوبډلې کې ده. دا ۲۰۰۹ کال کابل و.

افغانستان په ۲۰۱۳ کال کې د «شپږیزې» په نوم ۲۰ اوریز تجارتي لیګ پیل کړ او په لومړي ځل په یو خصوصي تلویزون باندې دا لوبې وښودل شوې.

شپږیزه کرکټ لیګ سیالۍ په داخلي تلویزون باندې وښودلې شوې
شپږیزه کرکټ لیګ سیالۍ په داخلي تلویزون باندې وښودلې شوې

افغانستان په لومړي ځل په ۲۰۱۵ کال کې د کرکټ د یوې ورځنیو لوبو په نړیوال جام کې ولوبېده. دا سیالۍ په نیوزلنډ او استرالیا کې وې.

افغانستان په همدغه نړیوال جام کې یو تاریخ جوړ کړ او سکاتلنډ ته یې ماتې ورکړه. افغانستان تر دې دمه د یوې ورځنیو سیالیو په دریو نړیوالو جامونو کې لوبېدلی دی.

افغانستان د ۲۰۱۷ د جون په نهمه نېټه په ویسټ انډیز کې د ویسټ انډیز لوبډلې ته ماتې ورکړه. افغانستان دا وخت د دویمې درجې هېواد و او ویسټ انډیز ته د کرکټ نړیوالې اتلولۍ ګټلې وې.

د افغانستان له دغه بري څخه څو ورځې وروسته د جون په ۲۲ نېټه په لندن کې د کرکټ د نړیوالې شورا په عمومي‌ غونډې کې افغانستان د دغې شورا بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ. دا د افغانستان په کرکټ کې یو لوی خبر و. په دې سره افغانستان ته د کرکټ د نړیوالې شورا له لورې بودیجه هم زیاته شوه او له نورو غښتلیو لوبډلو سره یې د لوبو زمینې هم برابرې شوې. افغانستان د ټست (پنځو ورځنیو لوبو) امتیاز هم ترلاسه کړ.

محمد نبي او دولت احمدزی. دولت احمدزی اوس د افغانستان په کرکټ کې نه شته.
محمد نبي او دولت احمدزی. دولت احمدزی اوس د افغانستان په کرکټ کې نه شته.

محمد نبي چې د افغانستان لپاره له شاوخوا دوو لسیزو راهېسې کرکټ کوي، دا بشپړ غړیتوب ترلاسه کول د هر افغان لوبغاړي یوه لویه هیله او لوی ارمان باله. هغه د بشپړ غړیتوب د امتیاز له اخیستلو وروسته امریکا غږ ته په یوې مرکې کې ویلي وو:« مخکې به په هرې مرکې له ما همدا پوښتنه کوله چې ډېرې لوبې دې وکړې، ډېرو لیګونو کې ولوبېدې او غټو لوبغاړو سره دې لوبې وکړې، نور څه غواړې؟ نو ما به ورته ویل: د ټسټ کرکټ. ما ویل چې زه ژوندی یم او لوبې کوم،‌باید د افغانستان لپاره د ټست کرکټ وکړم. نو شکر دی الحمد الله هغه د ټست امتیاز مو بله میاشت کې واخیسته. هغه د زړه یو ارمان و، هغه هم پوره شو.»

افغانستان د ۲۰۱۸ کال د مارچ په میاشت کې په زمبابوې کې د نړیوال جام د غوراوي‌ سیالیو اتلولي‌ وګټله او په انګلنډ او ویلز کې د ۲۰۱۹ نړیوال جام سیالیو ته یې لاره وکړه. افغانستان په دغه نړیوال جام کې ټولې نهې لوبې وبایللې.

افغانستان د ۲۰۱۸ کال د جون په میاشت کې په خپل تاریخ کې د ټست لومړۍ لوبه د جون په میاشت کې په هند کې د هند په مقابل کې وکړه او ویې بایلله.

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د اولې ورځې لوبغاړي چې اوس یې اکثریت په لوبډلې کې نه شته
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د اولې ورځې لوبغاړي چې اوس یې اکثریت په لوبډلې کې نه شته

افغانستان تر دې دمه د یوې ورځنیو لوبو په دریو نړیوالو جامونو کې لوبېدلی دی. دا سیالۍ په هرو څلورو کلونو کې یو ځل کېږي.

ورستۍ سیالۍ یې تېرکال د سپتمبر-اکتوبر په میاشتو کې په هند کې وې. افغانستان په دغو سیالیو کې تاریخ جوړ کړ او د پاکستان په ګډون انګلنډ،‌ سري‌ لانکا او هالنډ ته ماتې ورکړې. له هالنډ پرته دا نورې لوبډلې د دغو سیالیو اتلولۍ ګټلې دي.

افغانستان په څه باندې دوو لسیزو کې په کرکټ کې ډېر پام وړ پرمختګ کړی دی. دا مهال د کرکټ د نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې په یو ورځنیو لوبو کې په نهم مقام، په ۲۰ اوریزو سیالیو کې په لسم او د ټست په لوبو کې په ۱۲ مقام کې دی او لسګونه لوبغاړي یې د نړۍ په بېلا بېلو تجارتي لیګونو کې لوبېږي.

د افغانستان لوبغاړي د بخواني ولسمشر محمد اشرف غني سره
د افغانستان لوبغاړي د بخواني ولسمشر محمد اشرف غني سره

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کپتان راشد خان څو ورځې مخکې د کرکټ بورډ له مطبوعاتي څانګې سره په یوې مرکې کې وویل: «ان شاءالله لوبډله اماده ده، تمرینات یې هم ډېر کړي، هیله ده چې ښه وځلېږو، هماغسې چې تېر نړیوال کې چام وځلېدو له هغه نه هم دې نړیوال جام کې ښه وځلېږو.»

د افغانستان لومړۍ لوبه د جون په درېیمه نېټه په ګیانا کې ده، له ویسټ انډیز، نیوزلنډ او پاپوانیوګیني سره هم لوبې لري.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. جعفر هاند تر دې دمه په پښتو کې نهه کتابونه لیکلي او ژباړلي دي. په ځانګړي ډول یې د افغانستان او نړۍ د کرکټ په تاریخ باندې درې کتابونه لیکلي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG