د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان ته د اوسپنې پټلۍ له لارې د وارداتو زیاتوالی


د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي چې په تېرو لسو ورځو کې افغانستان ته د اورګاډي په واسطه له سلو زرو ټنو نه ډېر سوداګریز توکي وارد شوي دي.

د دغې ادارې په اعلامیې کې چې نن یکشنبه (غبرګولی ۱۱/ مې ۳۱) خپره شوې راغلي چې د دغو توکو ستره برخه خوراکي او پاتې یې نفتي او د ساختماني توکي دي چې د حیرتان-مزارشریف، اقینې او تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې افغانستان ته وارد شوي دي.

دغه اداره وایي: "په وارد شویو توکو کې ۱۲ زره ټنه غنم، ۴۱ زره ټنه اوړه، دوه زره ټنه غوړي شامل دي چې د دوه زرو واګونونو په واسطه افغانستان ته وارد شوي دي."

که څه هم له هغه وروسته چې افغانستان کې د کرونا ویروس د خورېدو له امله پر لېږد رالېږد باندې محدودیتونه وضع شوي دي، خو د اوسپنې پټلۍ اداره وايي چې له دغې مودې راهیسې د اوسپنې پټلۍ له لارې په ځانګړې توګه واردات، ټکني شوي نه دي او دا لړۍ په منظمه توګه روانه ده.

اقتصادي کارپوهان په روان کړاو کې د اوسپنې پټلۍ پر اهمیت تاکید کوي.

اقتصادي کارپوه احسان ادیب ریحان په دې اړه امریکا غږ ته وویل: "د اوسپنۍ پټلۍ دوامداره اهمیت ته په کتو د افغانستان حکومت ته پکار ده چې دغه سکټور ته لا پام واړوي او د هېواد ټول اقتصادي زونونه د بهرنیو هېوادونو سره ونښلوي."

دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت څلور سوه زره ټنه خوراکي او نور سوداګریز توکي له همدې لارې افغانستان ته وارد شوي دي.

د رپوټونو پر اساس هره ورځ په عادي ډول ۲۵۰ واګونونه سوداګریز توکي افغانستان ته د رېل پټلۍ له لارې واردیږي.

اوس مهال افغانستان له منځنۍ اسيا، ایران او چين سره د رېل پټلۍ له لارې سوداګريزې راکړې ورکړې لري.

XS
SM
MD
LG