د هلمند امنیتي مسولین په داسې حال کې د ټاکنو د پروسي د امنیت ډاډ ورکوي، چې د چهارشنبه په ورځ (اکتوبر ١٧) د ولسي جرګې د نوماند عبدالجبار قهرمان وژنې امنیتي اندیښمنې زیږولي دي.
خو د هلمند امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالرزاق یعقوبي د یوې خبری غونډې پرمهال وویل چې د ټاکنو د پروسې په اتو ولسوالیو کې پوره امنیتي تدابیر نیول شوي دي.
مل پاسوال عبدالرزاق یعقوبي پداسې حال کې چې خلکو ته یې د ټاکنو د پوره امنیت ډاډ ورکاوه وویل "هیچاه ته به اجازه ورنه کړي، چې په دې پروسه کې درغلي وکړي او یايي هم امنیت ته ګواښ پیښ کړي."
مل پاسوال یعقوبي وویل یوازي په دریو ولسوالیو مارجي، نادعلي او ګرشک کې په ځینو سیمو کې امنیتي ګواښونه شته، چې د هغو د مخنیوي لپاره پولیسو او ټولو امنیتي ارګانونو په ګډه تدابیر نیولي دي.
بل خوا ځایي اوسیدونکي وایي د رايي اچوني پروسې ته چمتو دي، خو له حکومت څخه غواړي چې په ټول توان سره دي د مرکزونو او شاوخوا سیمو امنیت ډاډ من کړي، تر څو خلک له ویري پرته خپله رایه استعمال کړي.
د ټاکنو د امنيت په اړه د خلکو اندېښنې وروسته له هغې نورې هم زیاتې شوي چې د عبدالجبار قهرمان تر مړيني وروسته د پنجشنبې په ورځ د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق او د ملي امنيت رئيس عبدالمومن حسین خیل په ډزو کې ووژل شول.
د جنرال رازق وژنې نه يوازې په کندهار کې وضعيت نسبتاً له ګواښ سره مخ کړی بلکې د هلمند خلک هم د هغه د مړينې وروسته ددې ولايت د وضعيت په هکله اندېښمن شوي دي.
امنیتي مسولین په داسې حال کې د مرکز لښکرګاه او اتو ولسوالیو په اړه درايي اچوني د مرکزونو د امنیت ډاډ ورکوي، چې د مارجي، ګرمسیر مرکزونه کلابند دي عام خلک نشته، د سنګین ولسوالۍ مرکز سقوط کړی او د ملي اردو په لوا کې په یوه څنډه کې د رايې اچونې مرکز جوړ شوی دی. په ګرشک ناوې او نادعلي ولسوالیو کې هم بشپړ امنیت نشته او ډیری سیمې يې لا هم د دولت وسله والو مخالفینو په واک کې دي.
چارواکي وايي چې د دې ولايت په ۸ ولسواليو کې ټاکني کيږي او ۷۵ د رايي مرکزونه به خلاص وي او شاوخوا درې سوه زره رايي به وکارول شي.
بل خوا وسله والو طالبانو د یوې اعلامې په خپرولو سره عام خلک په ټاکنو کې له ګډون څخه منع کړي او ګواښ يې کړی دی، چې که څوک په دې پروسه کې برخه واخلي مجازات به شي.