د لاس رسي وړ اتصالات

له درې میاشتني ځنډ وروسته له افغانستانه نړیوالې الوتنې پيل شوې


 د فاصلې مراعتول، د ماسک کارول او ضد عفوني کول په نیول شویو صحي تدابیرو کې شامل دي
د فاصلې مراعتول، د ماسک کارول او ضد عفوني کول په نیول شویو صحي تدابیرو کې شامل دي

د کرونا ویروس د خورېدو او د ملکي هوايي چلند باندې د بندیز درې میاشتني ځنډ وروسته نن چهارشنبه جون ۲۴ (چنګاښ ۴) کابل ته د بین المللي الوتنو لومړنۍ الوتنه وشوه.

د ترکش ایرلاین الوتکه د کابل پر وخت د سهار اوه بجې د حامد کرزي نړیوال هوايي ‌ډګر کې کښېناسته او څه باندې ۳۵۰ مسافرین یې د ترکیې استانبول ښار نه کابل ته راورسول.

امریکا غږ دغه جریان په خپلو پښتو او دري فیسبوک پاڼو کې په ژوندۍ بڼه خپور کړی.

د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر مشر پاسوال سید عمر صبور په دې اړه امریکا غږ ته وویل: "د درې میاشتې ځنډ وروسته نن د ترکش ایرلاین لومړنۍ بهرنۍ الوتنه تر سره شوه. سبا به د اماراتو هوايي لیکې هم خپل پروازونه کابل ته پیل کړي. کورني شرکتونه اریانا افغان او کام ایر شرکتونو هم د الوتنو لپاره خپل چمتوالی ښودلی او ډېر ژر به پروازونه پیل کړي."

هغه زیاته کړه چې د ترکش ایرلاین الوتکه به د کابل نه ۳۵۰ مسافرین استانبول ته ولیږدوي.

ښاغلي صبور د صحي ګواښونو په اړه وویل چې د کرونا ویروس د لا خورېدو د مخنیوي لپاره ترمینل کې ځانګړي تدابیر نیول شوي.

د فاصلې مراعتول، د ماسک کارول او ضد عفوني کول په دغو تدابیرو کې شامل دي.

درې میشاتې مخکې د کرونا ویروس له امله د نړۍ په اکثرو هېوادونو کې، د ملکي هوايي چلند الوتنې ټکنۍ شوې وې چې افغانستان هم ورته اقدام وکړ.

XS
SM
MD
LG