د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس بارک اوباما دا منلې چې امریکایي ځواکونه د افغان ځواکونو سره په گډه د وسله والو طالبانو پر وړاندې په جگړه برخه واخلي او د جگړې په میدان کې نور هم په فعاله توگه د افغان ځواکونو ملاتړ وکړي.
د امریکا د دفاع وزارت یو لوړپوړي چارواکي د نوم د نه څرگندولو په شرط د رویترز اژانس ته ویلي چې ددغه تصمیم له مخې به امریکایي ځواکونه اجازه ولري چې د اړتیا په وخت د طالبانو پر ضد په جگړه کې زیات هوایي بریدونه وکړي. خو ځمکني یا پیاده ځواکونه په دې کې شامل نه دي.
د ښاغلي اوباما ددغه تصمیم د افغانستان حکومت ستایلی او د هغې هرکلی یې کړی دی.
خو د افغانستان پخوانی جنرال عبدالواحد طاقت په دې نظر دی چې د امریکایی قواو د رول پراخیدل هیڅ گټه نه کوي.
ښاغلی طاقت وایي ښه به دا وی چې افغان پوځ او پولیس د دښمن سره په خپله وجنگیږي.
د ښاغلي طاقت سره د امریکا غږ د خبریالي زیبا خادم مرکه دلته اوریدای شئ: