په دوه زره څلورم کال کې، افغانستان په دغه سازمان کې د ناظر مقام درلوده.
د غړیتوب په هکله خبرې اصلا په دوه زره یولسم کی پیل شوی وی، او د دوه زره پنځلسم کال د ډسمبر په ١٧ مه، افغانستان ددې سازمان دایمي غړی شو.
د امریکا غږ خبریالې زیبا خادم د افغانستان د تجارت او صنایعو د وزارت معین مزمل شینواري سره مرکه کړیده. مزمل شینواری وایي ډیرې لږې ورځې پاتي دي چې دغه پروسه بیخی بشپړه شي.