د لاس رسي وړ اتصالات

شریف د گاونډې هیوادونو سره داړیکو بهترولو د کوښښ په وجه لیرې کړ شو


د پاکستان پخوانې صدراعظم نوازشرېف غوښته چې د هند او افغانستان سره ښې اړیکې ولرې، ځکه د دندې لیرې کړی شوی دی.


په پاکستان کې د نوازشریف د دندې نه د لیرې کولو نه وروسته ځینې خلک داسې وایي چې په پاکستان کې تاریخ یو ځلې بیا تکرار شویدی. په پاکستان کې تر اوسه پورې یو منتخب صدراعظم هم خپله دوره نده پوره کړې.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوې مقاله کې لیکلې چې د پاکستان د پخوانې صدراعظم د لیرې کولو اصل علت ادارې فساد نه بلکه د هند او افغانستان سره د ښو اړیکو لرلو خواهش و.

په دی برسیره د نوازشریف د پاکستان د استخباراتي ادارې د آی ایس آی سره د څو ځله لانجو پیښیدو نه وروسته هم دا مشکله شوه چې هغه په خپلې دندې پاتې شي.

د نیویارک ټایمر په ورځپاڼې کې د دغې مقالې لیکوال عقیل شاه چې د اوکلاهوما پوهنتون د جنوبي اسیا په مرکز کې استاد دی، د امریکا غږ ته د خپلې مقالې په هکله وویل چې نوازشرېف د خپلې دورې په لومړنیو ورځو کې کوښښ وکړ چې د هند او افغانستان په هکله پالیسې په خپل لاس کې واخلې خو ناکامه شو.

د عقیل شاه سره زمونږ د همکارې نزرانې یوسفزۍ مرکه دلته واورئ

please wait

No media source currently available

0:00 0:06:34 0:00

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG