د لاس رسي وړ اتصالات

مینه پال: د عامه کتابتونونو د غني کولو لپاره پلانونه لرم


د عامه کتابتونونو نوی ټاکل شوی رئیس دواخان مینه پال
د عامه کتابتونونو نوی ټاکل شوی رئیس دواخان مینه پال

د عامه کتابتونونو نوی ټاکل شوی رئیس دواخان مینه پال وايي چې کتاب، مطالعه او کتابتون ضرورتونه دي او د عامه کتابتونونو او د کتابونو د لوستلو د کلتور د پراختیا لپاره پلانونه لري.

دواخان مینه پال چې د عامه کتابتونونو د رئیس په توګه معرفي شو د امریکاغږ سره په مرکې کې وویل چې د عامه کتابتونونو غني کول یې په لومړیتوبونو کې راځي.

د عامه کتابتونونو رئیس دا هم وویل چې غواړي د خپلې ادارې او نورو علمي موسساتو ترمنځ همآهنګي پیدا کړي او د مرسته کوونکو هیوادونو او موسساتو سره خبرې وکړي چې د کتابتونو په برخې کې ورسره مرسته وکړي.

ښاغلي مینه پال دا خبره هم وکړه چې د کتابتونونو د غني کولو ترڅنګ غواړي چې د کتابونو د لوستلو کلتور ته هم کار وکړي. هغه زیاته کړه چې په ولایتونو او ولسوالیو کې هم د کتابتونونو د جوړلو پلانونه لري. دوا خان مینه پال وویل چې الکترونیکي یا بریښنايي کتابونو او کتابتونونو به د هغه د ادارې په راتلونکو پلانونو کې هم شامل وي.

د افغانستان د عامه کتابتونونو ریاست ۸۲ کتابتونونه لري. په دغو کتابتونونو کې ۱۲ یې په کابل کې او نور یې په ولایتونو کې دي. په دغو کتابتونو کې یو یې ګرځنده کتابتون دی چې په ننګرهار کې فعالیت کوي.

د عامه کتابتونونو د رئیس دواخان مینه پال سره مرکه دلته اویدلی شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:10:30 0:00
مستقیمه لیکه

XS
SM
MD
LG