د لاس رسي وړ اتصالات

د ډالرو مقابل کې د ایراني ریالو ارزښت په بیساري ډول لویدلی


یو امریکایي ډالر د شنبې په ورځ په ۲۶۲ زره ایراني ریاله تبالده کیده.
یو امریکایي ډالر د شنبې په ورځ په ۲۶۲ زره ایراني ریاله تبالده کیده.

ایراني ریال نن د شنبې په ورځ سپټمبر ۱۲ (وږي۲۲) دومره ټیټ شول چې په تاریخ کې ساری نلري.

د ایران د صرافیو په بازار کې نن یو امریکایي ډالر په ۲۶۲ زره ایراني ریاله تبادله کیده پداسې حال کې چې د پنجشبنې په ورځ ۲۵۶ زره و.

د روان میلادي کال د جون د میاشتې راپدیخوا چې امریکا په ایران اقتصادي بندیزونه لګولي، ایراني ریال د امریکایي ډالرو په مقابل کې ۳۰ سلو کې ټیټ شوي.

په ۲۰۱۵ کال کې چې د امریکا په شمول د نړۍ قدرت لرونکو هیوادونو د ایران سره اتومي موافقه لاسلیک کوله، یو امریکایي ډالر د ۳۲ زرو ایراني ریالو سره برابر و. خو امریکا په ۲۰۱۸ کال کې ددې موافقې نه ووت او په ایران یې اقتصادي بندیزونه د سره ولګول.

د امریکا اقتصادي بندیزونو د ایران د تیلو صادرات زیانمن کړي چې هغه هیواد د عایداتو اصلي سرچینه ده.

د ایران د مرکزي بانک مشر عبدالناصر همتي د جمعې په ورځ ویلي چې حکومت تر خپلې وسې کوښښ کوي د صرافیو په بازار کې د خپل پولي واحد وضعیت کنټرول کاندي.

د ایراني حکومتي چارواکي د څو میاشتو راپدیخوا صادرونکو ته خبرداری ورکړی و چې په بهرنیو هیوادونو کې خپلې ګټل شوې پیسې ایران ته راوړي او که دا کار ونکړي د صادراتو جواز به یې لغوه شي.

مرکزي بانک همدرانګه خبرداری ورکړی چې د سرغړونکو نومونه به هم خپاره کړي.

د ایران مرکزي بانک د جون په میاشت کې ویلي و چې ایراني شرکتونو په کال کې د ۴۰ ملیاردو ډالرو په ارزښت تولیدات چې تیل پکې نه و شمال بهرنیو هیوادونو ته صادر کړي و خو ددغو صادراتو نیمایي ګټه لا هم په بهرنیو هیوادونو کې ده.

XS
SM
MD
LG