د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران اتومي موافقه نن عملي کیږي


د ایران او ځواکمنو هیوادونو ترمنځ لاسلیک شوې اتومي موافقه سر له نن څخه عملي کیږي
د ایران او ځواکمنو هیوادونو ترمنځ لاسلیک شوې اتومي موافقه سر له نن څخه عملي کیږي

ایران وایي هیڅ توغندی یې د اتومي سرګلولې د انتقال قابلیت نه لري او د امنیت شورا لایحې د دغو توغندیو پورې ارتباط نه لري.

ددی موافقې د اجرا کېدو پیل یوه ورځ ترهغې وروسته کیږي چې ایران د متحده ایالاتو او فرانسې هغه ادعاوې ردې کړې چې ویلي وو په ایران کې ترسره شوي د اوږد واټن ویشتونکو توغندیو ازموینه د ملګروملتونو له پرېکړې سرغړونه ده.

ایران وایي د امنیت د شورا بندیزونه یوازې پر هغو توغندیو دی چې اتومي سرګلولې انتقالولی شي.

د شنبې په ورځ په تهران کې د ایران د بهرنیو چارو وزیرجواد ظریف وویل د ایران هیڅ یو توغندی د اتومي قابلیت لرلو لپاره ندی جوړ شوی.

هغه وايي " موږ ویلی شوو چې د ایران د توغندیو پروګرام یوازې د هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې په هدف دی او د ملګرو ملتونو له پریکړو سره هیڅ ارتباط نلري."

د ښاغلي ظریف تر وینا یوه ورځ مخکې په ملګروملتونو کې د متحده ایالاتو سفیرې سمانتا پاور ویلي وو چې د ایران د منځني واټن ویشتونکی توغندی بلکل د اتومي سرګلولې د انتقال قابلیت لري او واشنګتن به یې په ځواب کې په امنیت شورا کې قانوني اقدام وکړي.

د شنبې په ورځ په تهران کې د ایراني سیال سره یوځای د جرمني د بهرنیو چارو وزیر فرنک والتر ستینمایرخبریالانو ته وویل چې په موافقه کې د ښکیلو غاړو ترمنځ باور باید ختم نشي او د ایران نه یی د پوره شفافیت څرګندولوغوښتنه وکړه.

ښاغلي ستینمایر وویل" زه همدومره مشوره ورکولې شم چې تر آخري ممکنه حده شفافیت مهم دی او د امریکایي همکارانو سره هم پکار دي او د ناندرو باید د امکان ترحده مخنوی وشي."

د ایران په ژمنو کې د هغو زرګونو سنترفیوزونو او ماشینونو بیکاره کول هم شامل دي چې په جلا په لویه پیمانه د یورانیمو د غني کېدو د پروسې د یوې برخې په توګه پکې مواد پخیږي.

کله چې د اتومي موافقې اجرات پیل شي، د متحده ایالاتو جمهور ریس بارک اوباما به ځینو ادارو ته داسې رسمي لارښود ولیږي چې د احتمالي اړتیا په صورت کې د بدلون او اضافي ارزونو د پیل لپاره چمتو شي.

د اکتوبر په ۱۹ د دوشنبې په ورځ به د ایران، د امنیت د شورا د پنځو دایمي غړو او د اروپایي ټولنې استازي په ویانا کې د لمړني ګډ کمیسون غونډه وکړي.

  • 16x9 Image

    سید سلیمان آشنا

    سید سلیمان اشنا د تلویزون، رادیو او ډیجټل میډیا په برخه کې دولس کلنه تجربه لري او د ٢٠٠٦ کال راهیسې د امریکا غږ د افغانستان څانگې سره همکار دی.

XS
SM
MD
LG