د لاس رسي وړ اتصالات

راپور: ایران افغانان د سوريې جنګ ته استوي


لا معلومه نه ده چې د سوریې په جنګ کې څومره افغانان وژل شوي دي.
لا معلومه نه ده چې د سوریې په جنګ کې څومره افغانان وژل شوي دي.

د جمعې په ورځ د بشري حقونو د څار ادارې راپور ورکړ، چې یو زیات شمېر افغانان د خپلې ارادې په خلاف د ایران له خوا سوریې ته د جګړې لپاره استول کیږي.

امریکا غږ ته سرچینو ویلي، چې په زرګونو افغان شیعه جنګیالي د ایران په مرسته سوريي ته تللي دي او هلته د بشارالاسد د نظام په پلوۍ، د حزب الله له ډلې سره د فاطمیون په لواء کې جګړه کوي.

د لویدیځو رسنیو په قول له لسو زرو نه تر دوولسو زرو پورې شیعه افغانان د ایران په مرسته په سوریه کې د بشار الاسد په پلوۍ د حزب الله د ډلې په خوا کې په جګړه بوخت دي.

د بشري حقونو د څارنې اداره بیا وايي، چې دا افغانان د خپلې ارادې په خلاف د سوریې جګړې ته لیږل شوي دي، دا اکثره هغه افغانان دي، چې په ایران کې کډوال وو او خپله عادي مزدورۍ یې کولې.

امریکا غږ په کابل کې له یوه داسې چا سره خبرې کړي، چې د تره زوی یې د سوریې په جګړه کې وژل شوی دی.

علي رضاء وايي" څومره چې معلومات لرو، په هغه ځای کې چې ده ژوند کاوه، داسې خلک وو چې هغه به یې تشویقوه، یو څو نفره سره یو ځای شول او هغې ډلې چې دوی به یې سوریې ته لېږل، ورغلل، زما د تره زوی په سوریه کې وژل شوی، دومره دقیقه ده چې په سوریه کې وژل شوی، تابوت یې خپله د ایران حکومت راوړ، دفن یې کړ، دده کورنۍ د ایران د دولت لخوا کمک هم ترلاسه کړ."

علي رضاء وايي دده د تره زوی په ایران کې په هغه ځای کې ښخ دی چې د سوریې د جنګ وژل شوو ته ترې هدیره جوړه شوې ده.

حکومت يې پلټنه کوي

خو افغان حکومت پدې اړه دومره وايي، چې لا هم تحقیق کوي او کوم کره ثبوت او شواهد په لاس کې نه لري.

د ولسمشر د ویاند مرستیال ظفر هاشمي وویل افغان حکومت له هغو راپورونو خبر دی، چې یو شمېر افغانان د سوریې په جنګ کې دخیل دي.

ښاغلي هاشمي وویل "پدې خاطر چې ثابته شي، څومره افغانان د خيل دي که وجود ولري، او یا دا چې له کومې لارې سوریې ته داخل شوي دي، د بهرنیو چارو وزارت ګمارل شوی دی، چې پدې اړه له ټولو هیوادونو او شبکو سره په تماس کې شي او سم راپور ولسمشرۍ ماڼۍ ته وړاندې کړي‪".

خو د بهرنیو چارو وزارت بیا وايي، له پخوانه یې په عربي حوزه کې خپل سفارتونو ته ویلي، چې پدې اړه پلټنې وکړي، دا وزارت وايي، لاهم داسې ثبوت نه لري، چې دا افغانان په جبر د سوریې جنګ ته لیږل شوي وي، د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال خیرالله ازاد وايي، ممکن ځینې افغانان په خپله خوښه د سوریې جګړې ته تللي وي.

ویل کیږي چې شاوخوا درې ملیونه افغانان په ایران کې کډوال دي.

ایراني سرچینو بیا امریکا غږ ته ویلي، هغه افغانان چې د سوریې په جنګ کې په لومړۍ کرښه کې دي، د زینب د زیارت د دفاع لپاره چې د شیعه مسلمانانو مقدس ځای دی،ورغلي دي.

د بشري حقونو د څار راپور

د بشري حقوقو د څار ادارې رپوټ وايي ایران په زرگونو شیعه افغانان چې هلته مهاجر دي، سورېې ته ددې لپاره لېږي چی د لبنان د سخت دریځې ډلې حزب الله او ایران د سپاه پاسداران انقلاب ترڅنگ، د سورېې د ولسمشر بشارالاسد د ملاتړ لپاره جگړه کوي.

د ایران د سپاه پاسداران انقلاب نظامی قطعه ددې کار په بدل کې افغانانو ته د ایران د تابعیت او دهغوی د کورنۍ د ژوند د ښه کولو وعدې ورکوي.

د بشري حقوقو د څار د عاجلو حالاتو رئیس پېټر بوکارت وویل چی ایران نه یوازې افغان مهاجرینو ته د مرستو ژمنه کوي، بلکه دا گواښ هم ورته کوي چې که ددوی غوښتنه ونه مني، نو بېرته به ېې افغانستان ته په زور ولیږي.

د متحده ایالاتو د مریلنډ د پوهنتون یو څېړونکی فېلېپ سمېت وايی هغه افغانان چی په سوریه کې جگړه کوي، هغوی ته د میاشتې له ۴٠٠ نه نیولې تر ٦٠٠ امریکايي ډالرو پورې د مېاشتې ورکول کېږي. پردې سر بېره یوشمېر افغانان چی دایران په زندانونو کې دي، هغوی هم له زندان نه ایستل شوي دی او جگړې ته لېږل شوي دي.

شاو خوا درې ملیونه افغانان په ایران کې د کډوالو په توگه اوسېږي. په دې جمله کې ډېری له بنیادي حقوقو نه بې بېرخی دي، ځکه یوازې ٩٥٠ زره په رسمي ډول د مهاجرینو په توگه پېژندل شوي دي.

XS
SM
MD
LG