د لاس رسي وړ اتصالات

پخواني داعشیان: پاکستان راته ویل چې افغان نظامیان ووژنئ


زیتون او عربستان په افغانستان کې د داعش لمړني کسان دي چې دولت ته تسلیم شوو.
زیتون او عربستان په افغانستان کې د داعش لمړني کسان دي چې دولت ته تسلیم شوو.

افغان چارواکي وایي د ۲۰۱۵ کال راهیسې د افغانستان په ختیځ کې د داعش د ډلې د څرګندیدو سره، تراوسه د دی ډلې اړوند څه باندې دوه سوه جنګیالي نیول شوي دي.

د چهارشنبې په ورځ (فبروري ۲۴) حکومتي چارواکو په جلال اباد ښار کې د داعش اړوند یوه ډله معرفي کړه چې وایي د داعش له ډلې څخه جلا شوي دي. امریکا غږ ددی ډلې دوه قوماندانانو، زیتون او عربستان سره خبرې کړي.

د داعش د ډلې دوه قوماندانان د یو نامعلوم ځای څخه د مرکې لپاره د ملي امنیت یو دفتر ته راوړل شوو. په داسې حال کې چې محافیظین له نظرڅخه لېرې ناست وو، په خپله لومړنۍ مرکه کې دواړه تسلیم شوي قوماندانان ارامه او حتی خوښ ښکاریدل.

پخواني داعشیان: پاکستان راته ویل چې افغان نظامیان ووژنئ
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:03 0:00

دوئ په داسې حال کې د امریکا غږ سره د مرکې لپاره حاضر شوي وو چې د داعش څخه د هغوې بیلتون دوه ورځې وروسته اعلان شو. دغه دوه تنه زیتون او عربستان نومیږي چې پخواني طالب جنگیالي وو او بیا له داعش سره یوځای شوي وو.

زیتون وایي تقریبا څلويښت کلن، بې تعلیمه او د نازیانو د ولسوالۍ اوسیدونکی دی، اته ماشومان لري او تردی مخکې چې نهه میاشتې پخوا د داعش سره ملګری شي، پنځلس کاله يي په غرونو کې تیر کړي دي.زیتون وایي داعش سره ملګري شول خو وروسته د امارت د ډلې سره په جګړه کې شوو او هغوئ ته یي وویل چې زموږ ساحې ته رانشئ، بخوا پاکستان دوئ په توپونو هم ویشتل او د غرونو ښکته شول، بیایي سیمه ایزه خلکو ته وویل چې کلی پریږدۍ.

زیتون په ننګرهار کې د داعش د ډلې قوماندان و.عکس امریکاغږ
زیتون په ننګرهار کې د داعش د ډلې قوماندان و.عکس امریکاغږ

زیتون دا هم وویل چې د پاکستاني نظامیانو لخوا روزل شوی او د پنځوسو کسانو د قوماندان په حیث ورته لس زره پاکستانۍ روپۍ معاش ورکول کیدو. زیتون وایي پاکستان کې ورته ویل کیدل چې په أفغانستان کې د ملي اردو نظامیانو سره جګړه وکړئ او د خبرو والا کلیوال مشران ورسره مه پریږدۍ چې وګوري. او ملي اردو والا وژنۍ، او د انګریز سره مکمل ډیر کار مه لرئ.

د زیتون د ملګري، عربستان کیسه هم همداشان ده. هغه وایي شاوخوا پنځوس کلن، بی تعلیمه او د نازیانو اوسیدونکی دی. نهه ماشومان لري او شاو خوا د اویا کسانو قوماندان و. عربستان وایي په غرونوکې اوسیدواو د لاچارۍ له وجهې د داعش ډلې سره یوځای شوو. هغه وایي مزدوري نه وه، خواري ډیره وه نو یو ټوپک و چې مجبور شوو ځکه ټوپک او پیسۍ دواړه وې. عربستان وایي زموږ ټوله خرچه يي راکوله، د میاشتې لس لس زره روپۍ یي راته سرکاري معاش راکوؤ.

عربستان په ننګرهار کې د داعش قوماندان و. عکس امریکاغږ
عربستان په ننګرهار کې د داعش قوماندان و. عکس امریکاغږ

عربستان وایي دوئ د امریکایانو سره ډیره دښمنې پاللې او د افغانانو سره خو یي دومره دښمنۍ نه وه ځکه دوئ یي اکثریت پیژندل. خوهغوئ (پاکستاني نظامیانو) به ورته ویل چې د جګړې په لمړۍ کرښه کې چې څوک درمخکي دي هماغوئ سره جګړه کوئ او بهرنیان سره یي مه کوئ.

د دوی په وینا د پاکستان په مشرۍ د داعش د بی رحمه مبارزې نه په کرکې سره د خپلو اته کسانو سره نژدې دوه میاشتې دمخه له دولت سره یوځای شول.

امریکا غږ د داعش اړوند ددی تسلیم شوو قوماندانانو په ریښتنولۍ او صداقت د څیړونکو نظر هم اخستې.

ربیکا زیمرمن د أفغانستان د پوځ او داعش د ډلې په اړه څیړنې کړي. میرمن زیمرمن په واشنګتن کې ددی دواړو قوماندانانو د خبرو د رښتنولۍ په اړه د امریکا غږ سره خبرې وکړې. په داسې حال کې چې دوی ښایی د مرکې لپاره دمخه پوهول شوي وي، هغه وایي دوی رښتیا هم د داعش د ډلې غړي دي. زیمرمن وایي لاهم دقیق ارزولو ته اړتیا لرو ځکه دا لمړني کسان پدې ډیر مهم دي چې د داعش د ډلې چې څه ډول خلک دي، یو ستونزمن انځور څرګندوي.

ربیکا زیمرمن د رند څیړنیز مرکز نظامي محققه ده
ربیکا زیمرمن د رند څیړنیز مرکز نظامي محققه ده

میرمن زیمرمن زیاتوي چې ددې مرکو ارزښت په دې کې دی چې ددغو دوو قوماندانانو خبرې د أفغانستان په ختیځ کې د داعش په فعالیتونو رڼا اچوي او که چیرته موږ د بیلګې په توګه د تشنج وضعیت ته یي وګورو، فکر کوم دوئ پدې برخه کې سم دي چې د افغانانو پرخلاف د تشدد د زیاتیدو ذکر کوي کوم چې دوئ يي هم نه خوښوي. میرمن زیمرمن پدې باور ده چې کیدی شي موږ یوازی هیله من اوسو که داعش چې د څرګندیدو په وضعیت کې ده، په افغانستان کې بڼه بدله کړي.

ربیکا زیمرمن د رند څیړنیز مرکز سره د افغانستان او سیمې د وضعیت او په ځانګړې توګه د نظامي فعالیتونو او ستراتيژیو په اړه لیکنې او څیړنې کړي. پدې اړوند یوه خبره یي ډیره په زړه پورې ګڼي چې یوجنګیالی یي ددی پوښتنې په ځواب کې چې ایا اکثریت جنګیالي پخواني طالبان وو که نوي دي؟ او ځواب کې اوري چې اکثریت یي نوي کسان دي. او دا چې وايي اکثریت چی يي پيژندل هغه وژل شوي دي. زیمرمن وایي دا خبره رشتیا هغو خلکو ته ډیره په زړه پورې ده چې پدې اړه تبصرې او بحثونه کوي.

حکومت په یقین سره د دوئ تسلیمیدل مهم گڼي، او زموږ له مرکې څخه څو ورځې وروسته حکومت دوی په جلال اباد کې د رسنیو په وړاندې په دې هیله معرفي کړل چې دغه تسلیمیدل به د داعش نور جنگیالي هم د دولت سره یوځای کیدو ته وهڅوي.

په نازیانو کې خپلو کورونو ته د زیتون او عربستان د بیرته ستنیدو هیله په دې پورې مربوطه ده چې حکومت څومره ژر کولای شي سیمه د داعش له حضور نه پاکه کړي.

  • 16x9 Image

    سید سلیمان آشنا

    سید سلیمان اشنا د تلویزون، رادیو او ډیجټل میډیا په برخه کې دولس کلنه تجربه لري او د ٢٠٠٦ کال راهیسې د امریکا غږ د افغانستان څانگې سره همکار دی.

XS
SM
MD
LG