د لاس رسي وړ اتصالات

د لغمان د ولايتي شورى غړی ووژل شو


د لغمان د ولايتي شورى غړی ووژل شو
د لغمان د ولايتي شورى غړی ووژل شو

د لغمان د ولايتي شورا پخوانى ریيس او اوسنى غړى فضل الرحمن ملنګ چې له خپل کورنه د دفتر پر لور روان و د ماين په يوې چاودنې ووژل شو او زلمى زوى يې زخمي شو.

ددغه ولايت وياند کوچي ناصري په وينا دغه پېښه د چلمټيو په سيمه کې د سې شنبې په سهار رامنځته شوه.

ناصري وايي چې د ولايت مقام ددغې پیښې د څیړنې لپاره يو هيت ګومارلى چې د پېښې عامل څرګند کړي.

وسله والو طالبانو ددغې پېښې پړه په غاړه اخستې.

فضل الرحمان ملنګ چې په معلم ملنګ مشهوروديادې وظيفې ترڅنګ دسولې عالي شورى مرستيال و. تر دغې پېښې څه باندې يو کال وړاندې ددغه ولايت ولايتي شورى ریيس عمادالدين عبدالرحيمزى دملي امنيت له مرستيال ډاکترعبدالله لغمان سره په يوه ځانمرګې بريد کې ووژل شو.

له بل پلوه دجلال اباد ښار د نجم الدين اخوندزاده لیسې مدير ليکوال او شاعر بهرام خيل صالحي د ښوونځي په کتابتون کې د ماين په يوې چاودنې کې ووژل شو او يو بل ښوونکى زخمي شو.

ددغه ولايت د پوهنې وياند محمد اصف شينوارى وايي چې ماين د لېسې په کتابتون کې ځاى پرځاى شوى و.

د دولت کومې وسله والې مخالفې ډلې ددغې پیښې مسووليت په غاړه نه دى اخستى او په دې پېښه کې يې هر ډول لاس لرل رد کړي دي.

دا لومړى ځل دى چې په ننګرهار کې د لیسې په يو کتابتون کې چاودنه کیږي او په هغې کې د لیسې مدير وژل کیږي.

د سيمې خلک دا پیښه د پوهنې پر بهير يو لوى ګوزار بولي او اندېښنه څرګندوي چې د دا ډول پېښو په رامنځته کېدو سره به د پوهنې بهير هم ټکنى شي.

بل لور ته په کنړ کې ددغه ولايت د ښوونځي دوه تنه زده کوونکي د ايساف قواوو په هوايي بريد کې وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې چې درې ورځې وړاندې دافغانستان جمهورريس په دغه ولايت کې د ايساف قواوو په هوايي بريد کې د وژل شويو کسانو له کورنيوسره د غمرازۍ لپاره هغه ولایت ته سفر وکړ او له هغه ځايه يې پر نړیوالو قواوو غږ وکړ چې د ملکي کسانو په وژنه دده چپ کیدل نور له زغمه وتل دي او دغه قواووې بايد له هیواده بهر په هغو ځايونو کې پر ترورستانو بريدونه وکړي چې دوی ته ښه معلوم دي.

ځايي چارواکي وايي چې دغو وژل شويو زده کوونکيو د شپې له خوا خپلو ځمکو ته اوبه ورکولې چې له هوا نه پرې بريد وشو.

د څوکۍ ولسوال عبدل مرجان عادل وايي چې وژل شوي زده کوونکي دواړه وروڼه وو.

دده په وينا د دوی عمرونه د دولسو او شپاړسو کلونو تر منځ دي. دى وايي د سيمې خلک په دې پېښه سخت خواشيني دي.

د لغمان د ولايتي شورى غړی ووژل شو
د لغمان د ولايتي شورى غړی ووژل شو

ايساف قواوو وژل شوي کسان ماين خښوونکي بللي او ويلي يې دي چې دغو کسانو د سرک پرغاړه ماينونه ځاى پرځاى کول چې د دوی د قواوو له خوا له هوا په نښه شول او بريد پرې وشو.

تر دغې پېښې وړاندې هم په ورته پېښو کې يو شمېرکسان دماين خښولو په تور وژل شوي دي.

بل لورته د ننګرهارولايت چارواکي وايي چې پاکستاني پوځيانو يو ځل بياددوي پرسرحدي پوستو وسله وال بريدونه کړي دي چې په ترڅ کې يې د دوي يو سرحدي پوليس زخمي شوى دى.

د لومړۍ لېوا مطبوعاتي دفترمشر ادريس مومند وايي چې دغه وسله وال بريد تېره شپه ددې ولسوالۍ پر يو شمېرسرحدي پوستو تر سره شوى دى .

تردغه بريده وړاندې هم پاکستاني پوځيانو د ډيورند پولې ته څېرمه پر پرتو سرحدي پوستو بريدونه کړي چې په ترڅ کې یې ځاني او مالي زيانونه رامنځته شوي دي. پر پنځسو زياتې کورنۍ له خپلو کورونو خوندي سيمو ته کډه شوې دي.

پاکستاني مقامات دا نه مني چې ګوندې دغه بريدونه دې د دوی پوځيانو کړي وي.

د افغان دولت يو لوړ پوړى هيت هم څه موده وړاندې دې سيمې ته راغلى و او له دغه ځايه يې د کتنې پرمهال وويل چې دوی به په دې اړه له پاکستاني مقاماتو سره غږیږي.

بل لور ته د همدغه ولايت د جلال اباد په ښارکې يو ځل بيا د سازوسرود يو کسټ پلورنځى د ماين په چاودنې والوځول شو.

ددغه ولايت وياند احمدضياعبدالزى وايي چې په دې چاودنه کې د سر زيان نه دى رامنځته شوى خو مالي زيان لري.

تردغې چاودنې وړاندې هم په دغه ولايت کې د سازو سرود کسټ پلورنځي د ماين په چاودنو له منځه تللي. دغو پیښو په ښار کې د کسټ پلورنځيو شمېرهم کم کړی دی.

XS
SM
MD
LG