د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې د لویې څارنوالۍ پر کارکوونکو ځانمرګی برید وشو


دا په کابل کې په تېرو شاوخوا دوو اونیو کې د لویې څارنوالۍ په کارکوونکو دویم ځانمرګی برید دی.
دا په کابل کې په تېرو شاوخوا دوو اونیو کې د لویې څارنوالۍ په کارکوونکو دویم ځانمرګی برید دی.

په کابل کې پولیس وايي د لویې څارنوالۍ د مامورینو پر ګاډي ځانمرګی برید شوی دی چې له کبله یې درې تنه ووژل شول او ۱۸ نور ژوبل شوي دي.

په وژل شویو کې یوه ښځه ده.

برید د کابل ښار په شپږمې ناحیې د سناتوریم په سیمه کې د یکشنبې په مازدیګر وشو، دا هغه وخت دی چې د حکومت مامورین او کارکوونکي له کاره رخصتیري او د ښار په سړکونو کې نسبتا ګڼه ګوڼه هم زیاته وي.

دکورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د فرانسې خبري اژانس ته وویل چې په برید کې ولسي خلکو او حکومتي کارکوونکو ته زیان رسېدلی دی. ښاغلي صدیقي ویلي چې ځانمرګی پلی روان و.

طالبانو د برید مسولیت په خپله غاړه اخیستی دی.

دا په کابل کې په تېرو شاوخوا دوو اونیو کې د لویې څارنوالۍ په کارکوونکو دویم ځانمرګی برید دی.

تېراونۍ هم په کابل کې د افغانستان د لویې څارنوالۍ پر کارکوونکو یو ځانمرګی برید وشو چې، د چارواکو په خبره لږ تر لږه یو کس په کې ووژل شو.

XS
SM
MD
LG