د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د فوتسال سیالۍ پای ته ورسېدې


کابل کې د فوتسال سیالۍ پای ته ورسېدې
کابل کې د فوتسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د روژې په پای کې د اختر په رارسیدو نن په کابل کې د روژې د میاشتې په ویاړ د فوټسال لوبې هم پای ته ورسیدې.
ددغو لوبو په پای کې پامیر او ستاره جوانان لوبډلو سیالي کړه ، چې لوبه د پنالټي ګولونو په ترسره کولو سره په برابره توګه پای ته ورسیده.
ددغو سیالیو د ترسره کولو هدف د روژې د میاشتې لمانځل او د ملي لوبډلې لپاره د لوبغاړو په ګوته کول وو.
لوبغاړي ددغو لوبو له ترسره کولو خوښ دي خو ځیني بیا وايي چې چارواکي دوی ته سمه پاملرنه نه کوي.

دوی غواړي چې باید له دې نورې هم زیاتې لوبې د لوبغاړو ترمنځ ترسره شي او په راتلونکې کې په بهرنیو سیالیو کې هم ګډون وکړي.

XS
SM
MD
LG