د لاس رسي وړ اتصالات

د مزار، کابل او پېښور د ریل پټلۍ د لار نقشه او پلان لاسلیک شو


اتمر: د درېو هیوادونو د ریل پټلۍ د پروژې عملي کول د افغانستان د سیمه‌يیز ارتباطي لید لوري مهمه برخه ده
اتمر: د درېو هیوادونو د ریل پټلۍ د پروژې عملي کول د افغانستان د سیمه‌يیز ارتباطي لید لوري مهمه برخه ده

د افغانستان، پاکستان او ازبکستان حکومتي چارواکو د سې‌شنبې په ورځ په تاشکند کې په یوې غونډه کې د مزار – کابل – پېښور د ریل پټلۍ د لارې نقشه او پلان لاسلیک کړی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن چهارشنبه فبرورۍ دریمه (سلواغې ۱۵) په یو بیان کې ویلي چې د دې ریل پټلۍ په جوړیدو سره به د سیمه‌ییزې همکارۍ د پراخولو په برخه کې یو مهم ګام واخیستل شي او د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا له سویلي اسیا سره د نښلولو ګډه هیله به په واقعیت بدله شي.

په اعلامیه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر له قوله ویل شوي: "سيمه ايز اتصال نه یوازې دا چې د اقتصادي ودې او سوکالۍ لپاره د سوداګرۍ، ټرانزیټ او پانګوونې د پراخولو په معنی دی؛ بلکې د سولې، ثبات او امنیت لپاره د ظرفیتونو لوړولو او د همکارۍ بنسټونو پیاوړي کول هم دي".

ښاغلي اتمر زیاته کړې چې د درېو هیوادونو د ریل پټلۍ د پروژې عملي کول د افغانستان د سیمه‌يیز ارتباطي لید لوري یوه مهمه برخه جوړوي.

په بیان کې د ازبکستان د صدراعظم مرستیال او د پانګونې او بهرنۍ سوداګرۍ وزیر سردار امورزاکوف له قوله راغلي چې نوموړي د مزار - کابل - پیښور د ريل پټلۍ پروژې پلي کول د روانې پیړۍ یوه مهمه او تاریخي پروژه بللې او ویلي یې دي چې د دې پروژې پلي کیدل به په منځنۍ آسیا کې د اقتصادي پرمختګ امکانات برابر کړي.

ښاغلي امورزاکوف دغه راز ویلي چې ازبکستان په بریالیتوب سره د یادې پروژې د پلي کولو لپاره بشپړ چمتووالی لري.

د پاکستان د صدراعظم ستر سلاکار عبدالرازق داود په دې غونډه کې ټینګار کړی چې اوس له ستراتیژيک موقعیت څخه د سیمې د نښلولو او د اړیکو د پراخولو لپاره د کار اخیستلو وخت رارسېدلی دی.

ښاغلي داود ویلي چې له موجودو فرصتونو څخه باید د سوداګرۍ او اقتصادي راکړې ورکړې د ظرفیتونو په کار اچولو لپاره استفاده وشي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په دې غونډه کې د یو شمیر نړیوالو مالي سازمانونو او بنسټونو د استازو په ګډون د اسلامي پراختیا بانک، د اسیا زیربنا پانګونې بانک، د بیارغونې او پراختیا لپاره اروپایي بانک، اسیايي پراختیایي بانک، نړیوال بانک، د اروپا پانګونې بانک او په ازبکستان کې د متحده ایالاتو سفیر د مزار - کابل - پیښور د ریل پټلۍ پروژې تمویل او ملاتړ ته چمتووالی ښودلی دی.

XS
SM
MD
LG