د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار ښار کې په نشه یي توکیو د روږدو کسانو په هکله اندیښنه


د کندهار ښار اوسېدونکي په نشو روږدو کسانو له شتون اندیښمن دي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:20 0:00

ویډیویي راپور یې دلته کتلی شئ:

د کندهار ښار شهیدانو څلور لاري ته نږدې او د یوه مهم تعلیمي مرکز مخ ته په عمومي لار په نشه روږدي کسان په عامه محضر کې نشه يي توکي استعمالوي.

د کندهار ښار اوسیدونکې له دې کبله اندېښن دي او وایي چې په نشه یي توکیو د روږدو کسانو شمېر د ښار په عامه او مرکزي ځایونو کې زیات شوی دی.

دغه راز ځيني نور ښاریان بیا په عامه توګه د نشه يي توکو استعمال د ټولني په زیان ګڼي او له اړوند ادارو څخه غواړي چې د ښار له مرکزي برخو څخه په نشه د روږدو کسانو پرضد دي یو عمومي کمپاین وکړي.

بلي خواته خپله په نشه روږدي کسان وايې چې که د درملنې امکانات ورته برابر شي نو تیار دي چې د نشه يي توکو استعمال پریږدي.

دغه کسان چي اکثریت يې له ایران څخه راغلي زیاتوي چې دوی هم د اعتیاد له ژوند څخه ستړي شوي.

په کندهار کې لاهم په دقیق ډول په نشه د روږدو کسانو شمېر ندی معلوم خو د هیواد په کچه دا شمېر ۳ میلیونه تنه ښودل کیږي.

د کندهار د عامي روغتیا ریاست وايې چې پدې ولایت کې په نشه د روږدو کسانو د درملنې لپاره يې امکانات محدود دي او پدې برخه کې د یوه لوی روغتون د اړتیا په اړه يې له خپل وزارت سره وړاندیزونه شریک کړي دي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG