د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار کي یو لوی روغتون جوړېږي


افغان حکومت په خپل لګښت د جنوب لپاره د ۴ کالو په موده کي د یوه ستر روغتون د جوړیدو پروژه د شنبې په ورځ پیل کړه. د عامي روغتیا وزیره ډاکتر ثریا ( دلیل ) وايي چي پدغه روغتون کي به د کندهار د ګاونډیو ولایاتو ناروغان هم تداوي کیږي .

تر پرلپسې غوښتنو وروسته په کندهار کي د يوبل ستر روغتون د جوړیدو کار پیل شوو . د عامي روغتیا وزیره يې د ټول جنوب لپاره یوه روغتیايي پروژه بولي .

د ۳۵۰ بستره لرونکي دغه روغتون په څلور منزله کي د راتلونکو ۴ کالو په موده کي بشپړیږي چي په عصري طبي وسایلو به سمبال وي .

یاد روغتون د کندهار ښار په ختیځه برخه، عینو مېنه کي د کابل – کندهار لويې لاري ته څیرمه جوړیږي چي د افغان دولت ۹ اعشاریه ۲ میلیونه امریکايي ډالره لګښت ورباندي راځي .
د روغتون لپاره ۱۳۴ جریبه ځمکه ځانګړې شوې چي د افکو کمپنۍ مشر محمود کرزي په وړیا توګه ورکړه .

د عامي روغتیا وزیري ډاکتر ثریا دلیل د یادې پروژې د بنسټ د ډبري د اېښودلو پرمهال وویل چي په کندهار کي د دغه روغتون پروژه د جنوب لپاره د افغان حکومت تر ټولو مهمه روغتیايي پروژه ده .
هغې داسي وویل ،، دا د افغان حکومت یوه له مهمو پروختیايي پروژو څخه ده چي په جنوب کي عملي کیږي او د انساني اړتیا وو په ډیره مهمه برخه چي د ناروغانو معالجه او درملنه ده ، بینا کیږي،،.

د کندهار والي ډاکتر توریالی ویسا وايي چي د ولایتي ادارې غوښتنه د ۶ سوه بستریزه روغتون جوړیدنه وه ، خو د دې سره ، سره يې په کندهار کي د روغتون دا پروژه ډیر له اهمیت څخه ډګه وبلله .

ښاغلی ویسا زیاتوي چي دم ګړی پر میرویس حوزوي روغتون د ناروغانو شمېر خورا زیات دی او نشي کیدای چي په راتلونکي کي هم په یوازي سر د ټول جنوب د ناروغان درملنه وکړي .

د عامي روغتیا له وزیري څخه مو د زابل او اوروزګان ولایتونو پر روغتیايي مسئولینو د ځايي اوسیدونکو د نیوکو په باب هم وپوښتل خو هغې يې په جواب کي وويل چي دوي ټول طبي اصولو او مقراتو ته ژمن دي او که څوک د دوي د ولایتي مسئولینو په باب د شکایت کره اسناد په واک کي ورکړي نو په اړه به يې هرو مرو اقدام وکړي.
  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG