په کندهار کې د دوشنبې په ورځ (نوامبر ۱۳) د انارو یو نندراتون پرانیستل شو.
د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست وایي چې سږکال د انارو حاصلات ډېر وو.
چارواکي وايي چې د دوه-ورځني نندارتون په ترڅ کې مېوو ته بازار موندنه کوي او د مارکېټ له معیارونو سره د بڼوالو آشنايي زیاتوي.
د سودا ګرۍ خونو اداره وايي چې سږکال څه باندې ۹۰۰۰۰ ټُنه انار بهر ته صادر شوي او دا لړۍ اوس هم دوام لري.
د افغانستان انار او نورې مېوې پاکستان، هند، متحده عربي اماراتو او یو شمېر نورو هېوادونو ته صادرېږي.
انار د کندهار مهم زراعتي پیداوار دی، اکثره باغونه یې په ارغنداب او ارغستان ولسوالیو شته.
د کندهار د سودا ګرۍ خونو مرستیال انجنیر عبدالباقي بنا وایي هره ورځ له"۵-۱۰۰ لارۍ انار بهر ته صادرېږي."