د لاس رسي وړ اتصالات

د لوی کندهار پرلت کوونکي له حکومت نه برېښنا غواړي


پرلت کوونکي وايي تر هغو چې حکومت د دوی ستونزو ته عملي حل لاره پیدا نکړي دوی به خپل مدني فعالیت ته دوام ورکړي.
پرلت کوونکي وايي تر هغو چې حکومت د دوی ستونزو ته عملي حل لاره پیدا نکړي دوی به خپل مدني فعالیت ته دوام ورکړي.

کابل کې د لوی کندهار یو شمېر ځوانانو د برېښنا رسولو لړۍ کې د ستونزو له کبله د پرلت کېږدۍ ودروله.

د غه ځوانان چې له کندهار، هلمند، ارزګان او زابل ولایتونو څخه کابل ته راغلي وايي چې د برېښنا کمښت سره مخ دي او په منظم ډول ورته نه رسیږي.

پرلت کوونکو نن شنبه (جولای۱۸/چنګاښ۲۸) د کابل په شهرنو پارک کې خپل مدني حرکت پیل کړ.

له دغو پرلت کوونکو یو تن حکمت الله صلحي امریکا غږ ته وویل په ادارو کې فساد دی او د چارو سمبالولو لپاره مسلکي کسان نه لرو.

پرلت کوونکي تر ډېره د برېښنا رسولو په لړۍ کې د فساد او مسکلي کسانو نشتو باندې ټينګار کوي خو حکومت بیا نا امني لویه ستونزه بولي.
پرلت کوونکي تر ډېره د برېښنا رسولو په لړۍ کې د فساد او مسکلي کسانو نشتو باندې ټينګار کوي خو حکومت بیا نا امني لویه ستونزه بولي.

هغه زیاته کړه: "په ځانګړې توګه له کجکي بند څخه کندهار ته د برېښنا راغلي مزې د دې ظرفیت نه لري چې په دوامداره ډول برق ولېږدوي. په اونۍ کې زموږ برېښنا څو وارې ټکنۍ وي. له دې ستونزې لپاره نوې خادې او مزي تر کندهار پورې وغځول شول خو د ټیټ کیفیت له امله پروژه ناکامه او لګښت بېځایه ولاړه.

اوس مهال کندهار ته پر پخواني مزي بریښنا لېږدول کيږي.

پرلت کوونکي وايي چې د افغانستان د برېښنا ریاست مسؤل دی چې دغې ستونزې ته بنسټیزه حل لاره پیدا او عملي یې کړي.

دوی تر ډېره د برېښنا رسولو په لړۍ کې د فساد مخنیوي برخه کې د مسلکي کسانو پر شتون باندې ټينګار کوي خو حکومت بیا نا امني لویه ستونزه بولي.

د افغانستان برېښنا شرکت وايي چې له څلور ورځو راهیسې، کندهار برېښنا نه لري.

د یادې ادارې ویاند وحیدالله توحیدي نن امریکا غږ ته وویل: "سنګین ولسوالۍ کې د نا امنۍ له کبله د کجکي بند نه کندهار ته د برېښنا د لېږد لړۍ ټکنۍ کیږي. که جګړه نوي موږ کولی شو کندهار ته ۲۴ ساعتونو کې ۲۰ ساعته برېښنا برابره کړو خو اوس ۴ ساعته برېښنا برابرولی شو."

ښاغلي توحیدي زیاته کړه چې که څوک د برېښنا شرکت کارکوونکو د فساد مواردو په اړه کوم سند په لاس کې ولري نو دوې ته دې وسپاري تر څو د قانون منګلو ته یې وسپاري.

کابل کې د جنوبي حوزې پرلت کوونکي ځوانان وايي تر هغو چې حکومت د دوی ستونزو ته عملي حل لاره پیدا نه کړي دوی به خپل مدني فعالیت ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG