د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی: د سولې خبرې به د ښځو په ګټه کیږي


په کندوز کې د ښځو د نړیوالې ورځ یا اتم د مارچ په مناسبت جوړه شوې غونډه کې په سلګونو ښځو او نارینه و ګډون کړې و.
په کندوز کې د ښځو د نړیوالې ورځ یا اتم د مارچ په مناسبت جوړه شوې غونډه کې په سلګونو ښځو او نارینه و ګډون کړې و.

ښاغلی کرزی وایي، سره له دې چې د جګړو زیاتره قربانیانې میرمنې دي خو دوی ته ډاډ ورکوي چې د مخالفو وسله والو ډلو سره سوله به د ټولو وګړو په تیره بیا د ښځو په ګټه وي.

د مارچ اتمه د ښخو د نړیوالی ورځی په مناسبت په یوې غونډې کې افغان جمهور رییس حامد کرزي وویل په وروستیو لسو کالو کې افغان میرمنو ښه پرمختګونه کړي او په ټولنیزو، سیاسي او بیا رغاونې په چارو کې یې خپل ځای بیا موندلی دی.

افغان جمهور رئیس حامد کرزی وايي له امریکا سره ستراتيژیکه ملګرتیا غواړي ولې یو لړ شرایط لري او باید د افغان حکومت ګټې پدغه ملګرتیا کې په نظر کې ونېول شي.

کرزي چې نن د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت خبرې کولې وویل چې نړیواله ټولنه دې د افغان حکومت تړلي لاسونه خلاص کړي.

حامد کرزی: "دا خصوصي امنیتي شرکتونه، دا پي ار ټیانې چې زمونږ له حکومت سره موازي عمل کوي او دا ملېشې چې دوی جوړې کړي دي، دا مونږ هېله کوو چې زمونږ د خلکو له ژوند نه یې لرې کړي، په ټوله معنی، دا د افغان حکومت د ترقۍ مانع کیږي، که دوی غواړي چې افغانستان یو محکم حکومت ولري نو دا موانع دې له مخې ورته لرې کړي."

نن د کابل په اماني لیسه کې د مارچ له اتمې چې د ښځو نړیواله ورځ ده د جمهور رئیس حامد کرزي د ګډون برسېره د ښځو د حقوقو د لسګونو فعالینو په شتون کې ونمانځلې شوه.

جمهور رئیس حامد کرزي په خپلو خبرو کې وویل چې په تېرو لسو کلونو کې د ښځو د حقوقو د خوندي کولو لپاره مثبت مزل پيل کړی ولې لا هم ډېر کلونه په مخکې پراته دي.

جمهور رئیس کرزي هغو زده کوونکو انجونو ته زیری ورکړی چې په ښوونځيو کې په ښو نمرو کامیابې شوي وي چې په بهرنیو هیوادونو کې د لوړو زده کړو لپاره به ورته زمینه برابروي او ځانګړی امتیاز به ورکوي، جمهور رئیس وویل چې پنځوس فیصده سکالرشیپونه به ورکړي.

جمهور رئیس کرزي د امن کورونو ته هم اشاره وکړه وی ویل چې له منځه یې نه وړي ولې ترتیب او تنظیم باندی به یې کار وکړي.

ښاغلي کرزي زیاته کړه چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي مسئله پېچلې ده او له دې سره به مبارزه کوي.

په کندهار کې د ښځو د ورځې د لمانځنې حال:

په کندوز کې د ښځو نړیواله ورځ:

هاخوا په کندوز کې د ښځو د نړیوالې ورځ یا اتم د مارچ په مناسبت جوړه شوې غونډه کې په سلګونو ښځو او نارینه و ګډون کړې و.

ددغې ورځې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې له دولتي چارواکو پرته د امریکا د متحده ایالاتو د سفارت لومړي معاون انټنوین هم ګډون کړې، چې د غونډې په یوه برخه کې یې د ښځو له خوا اتو جوړو شو ټولنو ته یو لړ پروژې هم ورکړې.

د کندوز والي محمدانور جګدلک د ښځو د نړیوالې ورځې په اړه وویل چې اسلام ښځو ته دومره حقوق ورکړي چې له ژوندې ښخولو نه یې ژغورلي دي او په ټولنه کې یې د نارینه په څیر د تجارت او نورو کارونو حقوق ورکړي دي هغه ددغې ورځې د مبارکۍ تر څنګ وویل: "نن د ښځو د ازادۍ ورځ ده او د ښځو د حقوقو ورځ ده ټولو خویندو او میندو ته ددغې ورځې مبارکۍ وایم، د اسلام مقدس دین څوارلس سوه کاله نه مخکې ښځو ته ازادي ورکړې، ښځې ته یې د تجارت حق ورکړې او ښځه یې د دوهم لاس انسان څخه چې ژوندۍ په ښخیدلې له دغه حالت نه یې نجات ورکړ."

محمد انور جګدلک وویل چې ښځې باید د اسلام په چوکاټ کې له ازادۍ ګټه واخلي: "زما

غوښتنه له ټولو داده چې د اسلام د مقدس دین په چوکاټ کې هغه ازادي چې افغانۍ ښځې لري هغې ته توجه وکړي او هغه ازادي چې نړیوال او ملګري ملتونه دوي ته ورکوي، له هغې نه د خپلو عنعناتو په چوکاټ کې استفاده وکړي او خپلو حقوقو ته ورسیږي، ازادي هغه ته وايې چې اقتصادي، اجتماعي، فرهنګي او نورې ازادي ولري او د افغانستان اساسي قانون د نورو هیوادونو له قوانینو څخه زیات حق ورکړې او دغه فوق العاده توب ځکه د افغانستان ښځو ته ورکړل شوی چې دوی محرومیتونه تیر کړي."

کرزی: د سولې خبرې به د ښځو په ګټه کیږي
کرزی: د سولې خبرې به د ښځو په ګټه کیږي

د مارچ د اتمې یا د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت د امریکا د متحده ایالاتو د سفارت لومړي معاون انټنوین وویل چې د ښځو نړیواله ورځ د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ښځو لاسته راوړنې تصدیقوي او ښځې د خپل هیواد او ولایت د پرمختګ لپاره هڅه کوي.

د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت د ښځو چارو ریسې نادره ګیاه وویل چې دوي فکر کوي چې د نور کلونو په پرتله سږ کال په کندوز کې د ښځو پر وړاندې د تاو تریخوالي پیښې کمې شوي دي.

په کندوز کې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت د ښځو د مختلفو ټولنو له خوا د هغوي د لاسي صنایعو نندارتون هم جوړ شوې و.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG