د لاس رسي وړ اتصالات

کندوز کې د لبنیاتو کاروبار تود شوی


کندوز کې د لبنیاتو کاروبار تود شوی
کندوز کې د لبنیاتو کاروبار تود شوی

په کندوز کې د کوپراتیوفونو د اتحادیی له خوا د ملګرو ملتونو د زراعت د ادارې FAO په تخنیکي او دجرمنی په مالي مرسته د لبنیاتو فابریکه جوړه شوی چې اوس مهال ددغې فابریکې تولیداتو پنځوس په سلو کې د کندوز بازار نیولې دی.

په کندوز کې پخوا ایراني او پاکستاني لبنیاتو ددغه ولایت بازار نیولې و خو اوس د دغه ولایت خپل تولید شوي لبنیات زیات پلورل کیږي.

د فابریکې دننه څو تنه په کار بوخت دي، هغوي د شیدو پاکټونه یوې او بلې خوا وړي، دغه فابریکه کې هره ورځ یوزر او دری سوه لیتره شیدې پروسس کیږي او تولیدات يې بازار ته وړاندې کیږي.

د لبنیاتو په دغه فابریکه کې اته څلویښت تنه پر کار مشغول دي د فابریکې له خوا له یو شمیر مالدارو سره قرار داد شوی او له هغوی څخه تازه شیدې په بیه اخلی.

ددغې فابریکې مسول محمد ظاهر وفا ددغې فابریکې د عوایدو په اړه وایی: (( په اول کال کې چې مونږ کار پیل کړ د کارکوونکو معاش FAO ور کاوه خو اوس خودکفایی ته ورنزدی شوي یو، او مونږ د څلویښتو نه تر پنځوسو فیصدو پورې د کندوز بازار نیولې)).

په کندوز کې د دهقانانو اومالدارو د کوپراتیفونو د اتحاديي له خوا د جوړې شوی فابریکې یو تن چې په کلیو کې له مالدارو شیدې راټولوي داسې وایی: (( مونږ له هغه چا شیدې اخلو چې ځمکه او نور عاید نه لري، هغوي ماشومانو ته په لاس کې شیدې ورکړي وي، او هغمغه پیسو ته یې طمعه وي، اوس د مالدارو وضعه هم ښه شوی)).

د کندوز د زراعت ریس عزیزالله ایماق وایي چې که افغانان د نورو هیوادونو د تولیداتو پر ځای د خپل هیواد تولیدات واخلي نو له یوې خوا به یې اقتصاد پیاوړې شي او له بله پلوه به هیواد د صنعت پر لور پرمختګ وکړي:

((ددغې فابریکې تولیداتو تقریبا شپیته په سلو کې د کندوز د ښاریانو ضرورت پوره کړی دی او د اقتصاد له نظره د ډیر اهمیت وړ ده چې له یوې خوا د مالدارو او دهقانانو اقتصاد پرمختګ کوي او له بله پلوه د دولت د پالسۍ له مخې خصوصی سکتور قوي کیږي)).

د کندز د زراعت ریس عزیزالله ایماق وویل چې د کندوز په بیلا بیلو سیمو کې دوه زره اوڅلور سوه زراعتۍ غواګانې ساتل کیږي چې خلک یې له شیدو او نورو محصولاتو ګټه اخلي.

د زراعت ریس وویل چې ددوی د هیواد تولیدات له بهرنیو تولیداتو څخه څو برابره ښه کیفیت لري:

((د ایراني او پاکستانیو تولیداتو په پرتله د دغې فابریکې تولیدات د ښه کیفیت درلودونکي دي، او که ددغې فابریکې تولیدات پرمختګ وکړي زمونږ اقتصاد به هم پرمختګ وکړي)).

په کندوز کې د لبنیاتو او له هر ډول تازه میوو څخه د جوس جوړولو یوه بله فابریکه هم فعالیت کوي، چې په لومړیو کې د قزاقستاني سرمایه ګوزانو له خوا جوړه شوه، خو اوس مهال دغه فابریکه امریکایی او ترکیی سوداګرو ته سپارل شوی ده.

XS
SM
MD
LG