د لاس رسي وړ اتصالات

له کندز نه شپږزره ملکیان تښتېدلي، لسګونه وژل شوي


ملګرو ملتونو د جنګړې په ښکیلو غاړو غږ کړی جې د ملکي خلکو سر او مال ته زیان ونه رسوي.
ملګرو ملتونو د جنګړې په ښکیلو غاړو غږ کړی جې د ملکي خلکو سر او مال ته زیان ونه رسوي.

د افغانستان د عامې روغتیا د وزارت ویاند وحیدالله مایار وايي چې د کندز په جګړې کې تراوسه ۴۳ کسان وژل شوي او ۳۳۸ نور ژوبل شوي دي.

ښاغلي ماریار په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې د جګړې دغه قربانیان د کندز ولایت ملکي روغتونونو او د بې سرحده ډاکټرانو روغتونو کې ثبت او بستر شوي دي.

دا لا معلومه نه ده چې دغه کسان څنګه وژل شوي او ژوبل شوي دي، او دا هم ویل شوي نه دي چې دغه کسان ټول ملکیان دي کنه.

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي دفتر یوناما وايي چې د دوی د شمېرو له مخې څه باندې ۱۰۰ ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

یوناما دغه راز وايي ۶۰۰۰ زره ملکي خلک هم له کندز څخه نورو سیمو ته تښتېدلي دي.

یوناما په کندز کې د جګړې پر ښکیلو غاړو غږ کړی چې تر هر څه وړاندې د ولسي خلکو سر او مال ته ډېر پام وکړي .

د یوناما مشر نیکولاس هیسم په کندز کې پر ملکي تلفاتو اندېښنه وښوده" پرکندوز ښار د طالبانو له برید وروسته زه په ژوره توګه د ملکي وګړو د ژوند په اړه اندیښمن یم."

ښاغلي هیسم وویل "دروغتیایي کارکونکو په ګډون د خلکو بې محاکمې وژل، تښتول، درملنې ته د خلکو نه پریښودل او له ښار څخه د خلکو په وتلو محدودیت وضع کول مشخص ځورونکي مسایل دي".

په اعلامیې کې ویل شوي نه دي چې طالبانو څومره دا ډول کسان له محکمې پرته وژلي، تښتولِ او د جنګ زخمیان یې روغتونونو ته نه دي پرېښي .

شاید د تلفاتو شمېره لا پسې لوړه شي ځکه چې له کومې ورځې طالبان کندز ښار ته ننوتلي دي، رسنۍ له ښار نه وتلي دي او له سیمې راپور ترلاسه کول لږ تر لږه د اوس لپاره سخت دي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. جعفر هاند تر دې دمه په پښتو کې نهه کتابونه لیکلي او ژباړلي دي. په ځانګړي ډول یې د افغانستان او نړۍ د کرکټ په تاریخ باندې درې کتابونه لیکلي.

XS
SM
MD
LG