په افغانستان کې د طالبانو له بیاواکمن کېدو وروسته د ننګرهار ولایت ۱۶ کلن خیرالله چې له خپلې مور او دوو خویندو سره پاکستان ته کډه کړې، وايي اوس یې په کډوالۍ کې هم ژوند له ستونزو سره مخامخ دی.
د خیرالله پلار مړ شوی او د خپلې څلور کسیزې کورنۍ د پالنې چارې ور په غاړه دي. هغه هره ورځ له منډيي څخه په کرايه کړي لاس ګاډي باندې کوڅه په کوڅه ترکاري پلوري.
خیر الله وايي: "زه دلته د شپې درې بجې ځم چې له مڼديي نه سبزي راوړم، د ورځې له پنځو سوو تر شپږ سوه پورې ګټم، کله ګټه کیږي او کله تاوان. مور مې ناروغه ده، عصبي ستونزه لري، ورته درمل اخلم."
د خیرالله مور زر بي بي وايي، په دې موخه یې کډه وکړه چې ژوند به یې یو څه ښه شي. هغه وايي، په افغانستان کې یې ښاروالۍ زوی وهلو ټکولو او د لاس ګاډۍ به یې ترې غورځولو، ځکه دوی وغوښتل چې پاکستان ته کډه وکړي.
زر بي بي وايي دوه مشران زامن یې د طالبانو له ويرې له دوی وړاندې پاکستان ته تښتيدلي وو. هغه زیاتوي: "چې کله دلته راغللو نو د خپلو زامنو ژوند مې ولیدلو چې زموږ نه هم خراب و. هر یو ځان ته ماشومان لري، د خپل ژوند له ستونزو سره مخ دي."
زر بي بي وايي زوی ته یې په ۳۰۰۰ میاشتنۍ کرايې لاس ګاډی واخیسته، او له همدې لارې خپل ژوند چلوي.
خیرالله وایي غواړي تعلیم وکړي خو د کور مسئولیت ورپه غاړه دی. هغه وايي: "تعلیم مې اته کاله کړی بیا مې ورته لاس رسی نه و. دلته د بې وزلۍ له کبله تعلیم نشم کولی، زه وګټم که تعلیم وکړم؟"
د خیرالله د کورنۍ په څېر ډیر نور افغانان هم په تیرو نږدې دوو کلونو کې د بې وزلۍ او بېکارۍ له امله له افغانستان څخه وتلي او اوس په کډوالۍ کې له ستونزو سره مخامخ دي.