د لاس رسي وړ اتصالات

پر ملالې یوسفزۍ باندې بریدگر په عمر بند محکوم شول


د تعلیم د ډگر فعاله، ملاله یوسفزۍ
د تعلیم د ډگر فعاله، ملاله یوسفزۍ

یوې پاکستاني محکمې د پنجشنبې په ورځ هغه لس تنه یاغیان چې په کال ٢٠١٢ کې یې په سوات کې د تعلیم پر تنکۍ فعالې ملالې یوسفزۍ باندې وسله وال برید کړی و، هر یو په ٢٥ کاله بند محکوم کړل.

د سید نعیم په نوم یو څارنوال خبریالانو ته وویل چې د ترهگرۍ ضد یوې محکمې، دغه حکم د امنیتي دلایلو له امله په یو نامالومه ځای کې صادر کړ.

د پاکستان پوځ دغه لس تنه تېر کال د سپټمبر پر دولسمه نېټه نیولي و. پاکستاني چارواکي وایي هڅه کوي چې د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله هم ونیسي چې د دې برید امر یې ورکړی و.

وسله والو تندلارو د ٢٠١٢ کال د اکتوبر پر نهمه، د ملالې یوسفزۍ او د هغې د ټولگیوالو موټر پر لاره ودراوه او پر هغې یې ډزې وکړې چې سخته په کې ټپي شوه.

په دې برید کې د ملالې دوه نور ټولگیوال، شازیه او کاینات هم ټپیانې شوې.

ملاله یوسفزۍ له برید وروسته د درملنې لپاره بریټانې ته یووړل شوه او له رغېدو وروسته یې بیا خپلې مبارزې ته دوام ورکړ.

سواتۍ ملالې د تعلیم په برخې کې د مبارزو په مټ د نړۍ گڼ شمیر معتبرې جایزې وگټلې چې په کې یو هم د سولې نوبل جایزه ده.

تیر کال دغه جایزه ملالې او په هند کې د ماشومانو حقونو یوه بل مبارز کېلاش ستیارتي ته په ګډه ورکړل شوه.

XS
SM
MD
LG