جاپانی ماسازو نوناکا نن یکشنبه ( د جنورۍ ۲۰) د ۱۱۳ کلنو په عمر مړ شو.
ماسازو د جاپان په شمال کې د اشورو په ښار کې اوسیدو.
تیر کال ماسازو نوناکا د ګنیس ریکارډ جوړولو په کتاب کې د نړۍ ترټولو زوړ سړي په توګه نوم ثبت کړې وو.
د ګنیس موسسې تیر کال تایید کړې وه چې نوناکا د ۲۰۱۸ کال د اپریل په لسمه نیټه د نړۍ ترټولو د زیات عمر لرونکی شخص وو.
تردې مخکې هم د نړۍ تر ټولو زوړ شخص جاپانی جریومون کیمورا نومیده چې په ۲۰۱۳ کال کې د ۱۱۶ کلنو او ۵۴ ورځو و چې مړ شو، خو د نړۍ ترټولو زیات عمر لرونکې میرمن یوه فرانسوۍ جین کالمینت وه چې ۱۲۲ کاله او ۱۶۴ ورځې يې عمر وکړ او د ۱۹۹۷ کال د اګست په څلورمه مړه شوه.