د لاس رسي وړ اتصالات

دننګرهار پوهنتون استادانو د درس نه ورکولو اعتصاب کړی


د ننګرهار پوهنتون استادان وايي د درس نه ورکول اعتصاب یې د پنځو لاملونو له کبله پیل کړی دی.
د پوهنتون داستادانو د ټولنې مشر محمد اجمل ساپي امریکا غږ ته وویل،چې دغه پرېکړه یې نن د شنبې په ورځ دټولو استادانو په موجودیت کې درایو په اکثریت سره وکړه.

ده وویل "زموږ د درسي اعتصاب پنځه لاملونه دي، لمړی داستادانو او مامورینو دتښتول شویو پیسو علت او سرنوشت معلومولو، د استادانو د امنیت ټېنګولو، دوی ته د ژمنو شویو ځمکو ورکولو، په پوهنتون کې اصلاحات راوستلو او د داخلي ستونزو د حلولو له کبله مو دا اعتصاب کړی دی."


نوموړی وايي داستادانو نژدې ۱۵ ملیون افغانۍ غلو تښتولي خو تر اوسه ورته دا ډاډ نه دی ورکړل شوی،چې بېرته به استادانو ته ورکړل شي.

تښتول شوې پېسې د ننګرهار پوهنتون د استادانو معاشونه وو چې، څه موده مخکې له کابل نه جلال اباد ته پر لار نامعلومو وسله والو وتښتولې.


ساپی زیاتوي،چې تر هغې ددغه ستونزو دحل قوي ژمنه ورسره نه وي شوي، استادان به پوهنتون ځي خو محصلینو ته به درس نه ورکوي.


په همدې حال کې د ننګرهار پوهنتون ریس ډاکټر محمد طاهر عنایت وايي دغه پرېکړه دټولو استادانو فیصله نه ده او یواځې یو شمېر استادانو دغه پرېکړه کړې ده .


نوموړی وايي دغلا شویو معاشونو دبېرته ورکړې لپاره یې ولسمشرۍ ماڼۍ ته مکتوب استولی خو تر اوسه یې لا ځواب نه دی تر لاسه کړی .


دی وايي "موږ هېله لرو،چې ددولت له ۹۱ کوډ څخه دننګرهار پوهنتون داستادانو تښتول شوې پیسې ورکړي."


دپوهنتون استادانو دا هم ویلي،چې په پیل شوي اعتصاب کې دپوهنتون مامورین او محصلین هم ملګري دي.

XS
SM
MD
LG