د لاس رسي وړ اتصالات

پکتیا کې په شفاف ډول د عایداتو راټولو نوی سیستم فعال شو


په پکتیا کې د شفافیت او حساب ورکوونې کنفرانس
په پکتیا کې د شفافیت او حساب ورکوونې کنفرانس

د افغانستان په عايداتي سرچينو کې د فساد عمده علت د ماليې راټولو لپاره منظم سيستم نه لرل ګڼل کیږي، خو د ماليې وزارت په دې وروستيو کې په دغه برخه کې د پرمختګ خبر ورکړی.

د پکتيا ولايت په مستوفيت کې د SIGTAS يا د مالياتو دولتي معياري سيستم چې ټولې چارې يې انلاين کیږي نن پرانيستل شو. دا سيستم په نورو ولايتونو کې لادمخه فعال شوی دی.

د پکتيا مستوفيپدې هکله امریکا غږ ته وویل ”د مالياتو په اړه زموږ يو شعار دی چې زموږ ماليه، زموږ هېواد او زموږ راتلونکی، نو موږ په دې اړه ټولو خلکو ته عامه پوهاوی ورکړی، چې موږ بېل ډبورډونه او ورکشاپونه هم جوړ کړي‟.

سېګټاس د مالياتو راټولو پرمختللی انلاين سيستم ګڼل کېږي، چې دا مهال د نړۍ په يو شمېر نورو هېوادونو کې ترې هم استفاده کېږي. افغان دولت هيله من دی، چې دا به د عايداتو په ډېروالي کې مرسته وکړي.

د پکتيا د والي مرستيال عبدالولي سهي وايي، له دې وروسته کولای شي، چې د ماليو په راټولو کې هم د اداري فساد مخه ونيسي، هم د وخت سپما وکړي او هم ماليات په ښه ډول محاسبه کړي.

”زموږ مخکينی اداري سيستم يواځې د کاغذ پرمخ و، دويم مشکل دا دی چې په ځينو سيمو کې د ناامنی له وجهې موږ ماليه نشو راټولولی او تر ټولو لوی مشکل دا دی چې ځينې مامورين په فساد کې ښکېل دي، چې دې هم په ماليې ډېر شديد تاثير اچولی دی‟.

د افغانستان د ماليې وزارت په خپله وېب پاڼه ويلي، په هغو ولايتونو کې چې د سېګټاس سيستم فعال شوی، د ښه فعاليت لپاره يې د اړوندو ولايتونو د مستوفيت ځينې مامورين روزلي هم دي.

د پکتيا د مستوفيت يو مامور رحمت الله وايي، د دې انلاين سيستم په فعالېدو سره د نورو اسانتياوو ترڅنګ له دوی سره دا مرسته کوي، چې د يوې اوونۍ کار په څو دقيقو کې ترسره کړي.

هغه وايي: ”مخکې به چې يوه دوسيه په پنځو او شپږو ورځو کې خلاصوله، اوس ددې سيستم په رامنځته کيدو سره په ډېر لږ وخت کې خلاصوو او ثبتوو‟.

د ماليې وزارت ويلي، له هغو ولايتونو څخه چې ياد شوی سيستم لري، په عايداتو کې ډېروالی راغلی.

XS
SM
MD
LG