د لاس رسي وړ اتصالات

د ننګرهار د زیتونو محصولات به ډیر ژر بهر ته صادر شي - افغان سوداګر


په ننګرهار کې د زیتونو د پروسیس کارخونې کې د زیتونو د تیلو تر څنګ رب، اچار او صابون هم جوړیږي.
په ننګرهار کې د زیتونو د پروسیس کارخونې کې د زیتونو د تیلو تر څنګ رب، اچار او صابون هم جوړیږي.

په ننګرهار کې د زیتونو د پروسیس کارخونې بیا په فعالیت پیل کړی او مسئولین یې وايي چې تولیدات به یې ډیر ژر بهر ته صادر شي.

په دغه کارخونه کې د زیتونو د تیلو تر څنګ رب، اچار او صابون هم جوړیږي.

ددې کاخونې د اچارو د څانګي مسئول انجینر عتیق الله امریکا غږ ته د کاخونې د کار د جریان په اړه وویل: "د میزان په میاشت کې د زیتون انتقال را شروع کیږي او شنه زیتون راوړي، کله چې یې دلته را وړل بیا یې کارګران سم و ناسم سره بېلوي او وروسته هغه معیاري دانې خم ته ور اچوو او بیا د سودیم هایدرو اکساید محلول ورکوو چې تریخوالی یې کم شي او بیا پروسیس ته تیار شي."

په ننګرهار کې د زیتونو د پروسیس کارخونه شپږ لسیزي مخکې پرانیستل شوې وه او په تېر کې په دغه کارخونه کې نژدې ۱۵۰۰ کسانو کار کاوه، خو اوس یوازي تر ۴۰ پوري کارګر لري.

د دغه کارخونې کارکوونکي وايي چې د پروسیس شویو زیتونو په مرسته ددې تر څنګ چې د افغانستان کورنۍ اړتیا پوره کیږي، بلکې که توجه وشي د صادراتو برخه یې هم پیاوړې کېدای شي.

دوی د بوتلو او نورو لوازمو له کمي سر ټکوي، او له شتمنو افغانانو غواړي چې په دغه برخه کې پانګونه وکړي.

د کارخونې یو کارګر، منور شاه وویل: ‍"دلته د لوازمو ستونزه شته. یو بوتل په څو ډالره تمامیږي او اخیر د بوتل د نرخ په وجه یو بوتل زیتون په ۴۵۰ تمامیږي، نو زه له نورو پانګوالو غواړم چې دلته پانګونه وکړي هم به مو ځوانان پر کار شي او هم به څوک له وطنه نه ځي."

بل کارګر باچا ګل وویل: ‍"زما له ټولو سوداګرو دا هیله ده چې په خپل وطن کې پانګونه وکړي، هم به یې ګټه وي هم به زموږ ځوانان کار ومومي او له خطرناکو لارو به په امان وي."

په ننګرهار کې د زیتون د تیلو کارخانه
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:24 0:00

افغانستان د کرنیزو محصولاتو په برخه کې تر ډېره په ښه وضعیت کې یادیږي، خو د کرنیزو محصولاتو د پروسیس لپاره یې هغسې اړین لوازم او ماشین آلات نشته څنګه چې اړتیا ده.

د اقتصادي چارو شنونکي په ننګرهار کې د زیتونو د پروسیس برخه تر ډېره ښه یادوي، د دوی په باور که حکومت د باغونو او د یادې کارخونې اړتیاوو او ودې ته توجه وکړي، د زیاتو افغانانو لپاره به کاري فرصتونه را منځته شي.

د اقتصاد چارو شنونکي شبیر بشیري وویل: "په ننګرهار کې د زیتونو پروسیس په نسبي ډول ښه دی او دا د خوښۍ ځای دی. هر کله چې زموږ د محصولات کیفیت او تولید ښه کیږي هغومره توجه جلبوي او د دندو په را منځته کولو کې د ځوانانو مرسته کوي."

په ننګرهار کې د یادې کارخونې د تاسیس سره هم مهاله ۳۱۰۰ هکتاره د زیتونو باغونه جوړ شوي وو، خو د تېرو څلورو لسیزو جګړو له امله یې لویه برخه ویجاړه شوې او دمګړی یوازې نژدې ۱۷۰۰ هکتاره د زیتونو باغونه پاتې دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG