د لاس رسي وړ اتصالات

د کرکټ نړیوال جام: پاکستان د افغانستان خلاف لومړۍ توپ وهنه کوي


د کرکټ په روان نړیوال جام کې پاکستان تر اوسه دوه او افغانستان یوه لوبه ګټلې ده.
د کرکټ په روان نړیوال جام کې پاکستان تر اوسه دوه او افغانستان یوه لوبه ګټلې ده.
د کرکټ په نړیوال جام کې د دوشنبې په ورځ اکتوبر ۲۳ (لړم ۱) د افغانستان او پاکستان تر منځ په لوبه کې، پاکستان د پچې له ګټلو وروسته د لومړي بیټنګ کولو پرېکړه وکړه.
د افغانستان په لوبډله کې د تیز توپ اچوونکی فضل الحق فاروقي پر ځای، ورو توپ اچوونکی نور احمد لوبه کوي.
د هند په چنای کې په دغه لوبه کې، د پاکستان په لوبډله کې د ورو توپ اچوونکي محمد نواز پر ځای بل ورو توپ اچوونکی شاداب خان اخیستل شوی دی.

په روان نړیوال جام کې پاکستان تر اوسه دوه او افغانستان یوه لوبه ګټلې ده.

د پاکستان لوبډله: امام الحق، عبدالله شفیق، بابر اعظم (کپتان)، محمد رضوان، سعود شکیل، افتخار احمد، شاداب خان، اسامه میر، شاهین شاه افریدي، حسن علي، حارث رؤف

د افغانستان لوبډله: رحمان الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، رحمت شاه، حشمت الله شهیدي (کپتان)، عظمت الله عمرزی، اکرام علي خېل، محمد نبي، راشد خان، مجیب الرحمن، نوین الحق، نور احمد

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG