د پاکستان د کرېکټ د ملي لوبډلې وتلي لوبغاړي شاهد اپریدی وايي د کرېکټ د ۲۰۱۵ کال د را روان نړیوال جام څخه وروسته، یوه ورځنی نړیوال کرېکټ پرېږدي.
د پاکستان دغه پښتون لوبغاړی شاهدي اپریدی د خپلې تېزې لوبې له کبله په پاکستان او نړۍ کې ډېر شهرت لري.
ده په خپلې رسمي ټویټرپاڼې کې له کرېکټ څخه د خپلې استعفا خبر خپور کړی دی.
اپریدي په ټویټر کې لیکلي " زما سفر ډېرې ښې او بدې ورځې لیدلي، خو خوښ چې په خپل وخت سره – کرېکټ- پرېږدم. "
اپریدي دا خبره، په متحدو عربو اماراتو کې، د پاکستان او نیوزلینډ ترمنځ له یوې ورځنیو لوبو وروسته کړې ده، هغه د نیوزلینډ خلاف د پاکستان کپټان و، ځکه چې مصباح الحق ژوبل شوی و او لوبه یې کولی نه شوه.
سره له دې چې شاهد اپریدی د نیوزلینډ خلاف ډېر ښه وځلید په پنځو لوبو کې یې ۲۰۵ منډې او نهه مخالف لوبغاړي یې وسوځول، خو نیوزلینډ د لوبو دغه پړاوو درې- دوه وګټه. د شاهد اپریدی د استعفا خبر د کرېکټ یوې مشهورې ویپاڼې، کرېک انفو هم خپور کړی دی.
خو شاهدی اپریدی به د ۲۰ اورونو نړیوالې لوبې کوي، دی د ۲۰ اورونو په لوبو کې د پاکستان د لوبډلې مشري کوي.
د اپریدي لوبې، منډې او ویکټې
۳۵ کلن اپریدي تر دې دمه د پاکستان لپاره ۳۸۹ نړیوالې یوه ورځنۍ لوبې کړي دي.
ده په دغو لوبو کې ۷۸۷۰ منډې کړي او ۳۹۱ لوبغاړي یې هم سوځولي دي.
اپریدي په ۱۹۹۶ کال کې په خپلې لومړنۍ نړیوالې لوبې کې د سریلنکا پر خلاف په ۳۷ توپونو سل رنزونه وکړل او یو نړیوال ریګارډ یې جوړ کړ.
د اپریدي د تېزې لوبې دغه ریګارډ ۱۷ کاله وروسته، د ۲۰۱۴ کال په جنورۍ کې د نیوزلینډ کوري انډرسن مات کړ.
نوموړي په ۲۰۱۰ کال له ټسټ لوبو استعفا وکړه او په ۲۰۱۱ کال بیا په نړیوال جام کې د پاکستان د لوبډلې مشر و.
له شک پرته چې د کرېکټ له یوې ورځنیو نړیوالو لوبو د شاهد اپریدي د استعفا خبر به د هغه ډېر مینوال خواشیني کړي، خو دی په خپله وايي چې غواړي ځوانانو ته چانس ورکړي.
ده په خپل ټویټر کې لیکلي دي" زما ۱۸ کلنې هیلې او خوبونه د پاکستان لپاره ډالۍ دي، خو اوس باید نویو استعدادونو ته چانس ورکړل شي. "
اپریدي له خپلو ټولو مینوالو مننه کړې چې دی یې ستایلی او د بریاوو دوعاوې یې ورته کړي دي.
د ۲۰۱۵ کال نړیوال جام په فبرورۍ کې په استرالیا او نیوزلینډ کې کیږي چې د نړۍ ۱۴ لوبډلې په کې له یو بل سره سیالۍ کوي.
هند دا مهال د نړۍ اتل دی.