د لاس رسي وړ اتصالات

کابل ته د پاکستان د مالیې وزیر سفر او د خوست غوښتنه


د خوست يو شمېر سوداګرو او د مدني ټولنې غړو له افغان چارواکو غوښتي دي چې د پاکستان د ماليې له وزير سره د غلام خان لارې د ترانزيټ مسله وڅېړي. محمد اسحاق ډار سبا ته په ګډه اقتصادي غونډه کې د ګډون لپاره کابل ته ځي.

د افغانستان د ماليې وزارت د يوې خبرې پاڼې له مخې ټاکل شوې، چې د يکشنبې په ورځ د پاکستان د ماليې وزير محمد اسحاق ډار په ګډه اقتصادي غونډه کې د ګډون لپاره کابل ته راشي.

په همدې حال کې د خوست يو شمېر سوداګر او د مدني ټولنې ځينې غړي له افغان چارواکو غواړي، چې د غلام خان لارې د عملي ترانزيټ مسله دې په جدي ډول د پاکستان د ماليې له وزير سره مطرح او يو لوري ته کړي.

دوي چې د يوې خبري ناستې پرمهال يې خبرې کولې، وویل، سره له دې چې افغان چارواکي د دغې لارې د عملي ترانزيټ ژمنه کړې، خو تر اوسه نده عملي شوې او غوښتنه کوي، چې د غلام خان بندر د ترانزیټ مسله تر وروستي بریده ورسوي.

د خوست د مدني ټولنې فعال او ژورنالېست فیض الله غمخور وویل چې د دې ولایت سوداګر له دې امله ډېر په ستونزو کې دي چې ورته د ترانزیټ کارونه نه خلاصېږي.

د خوست د سوداګرو او دوکاندارانو د صنفي اتحاديې مشر کرامت خان خپلواک خبريالانو ته وويل چې دغه لار د هېواد د نورو بندرونو په پرتله څو چنده ګټوره او اقتصادي ده.
هغه وويل چې دغه لار د نورو لارو په پرتله د پاکستان سوداګريز مرکز کراچۍ ته شاوخوا درې سوه کيلومتره نږدې ده.

کرامت خان خپلواک د پاکستان د ماليې له وزير هم غوښتنه وکړه چې افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د غلام خان د ترانزيټ مسله جدي ونيسي او د حل لپاره يې کوټلي ګامونه واخلي.

د خوست د مدني ټولنې يو تن فعال مالي خان یعقوبي بيا هغه ټولې ادعاوې بې بنسټه وبللې چې د دې لارې د ناامنۍ په اړه کېږي.

نوموړي زياته کړه چې اوس د خوست غلام خان لاره هيڅ ډول امنيتي ستونزې نلري. دوي ګواښ وکړ چې که دا ځل يې غوښتنې ونه منل شي نو خپل جدي اعتراضونه به پیل کړي.،،موږ په چلېنج سره ويلی شو چې د خوست- غلام خان لار هيڅ ډول امنيتي ستونزې نلري. د سوداګرو مالونه او سرونه په امن کې دي،،.

د خوست د والي وياند مبارز محمد ځدراڼ وايي چې په تېرو څو کلونو کې يې د غلام خان د عملي ترانزيټ لپاره د سوداګرۍ او ماليې له وزارتونو سره پرلپسې ناستې او خبرې کړې دي.

هغه وويل چې اوس د سوداګرۍ وزارت ورته ډاډ ورکړی دی چې د غلام خان د عملي ترانزيټ ټول پړاوونه سرته رسيدلي دي او يوازې د دې انتظار کوي چې د افغانستان او پاکستان د بهرنيو چارو وزيران د د دغې لارې پرانیستنه وکړي.

د يادونې وړ ده چې د يادې شوې لارې د عملي ترانزيټ لپاره د غلام په بندر کې د ۲۵۰ ميليونو افغانيو په لګښت د کميسارۍ او بندري چارو لپاره د ودانيو پر جوړولو کار هم روان دی.
همدارنګه شاوخوا درې مياشتې مخکې د خوست- غلام د سړک چې ۲۵ کيلومتره اوږدوالی لري د ۵۴۵ ميليونو افغانيو په لګښت سره يې د جوړېدو چارې پيل شوې.
  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG