د لاس رسي وړ اتصالات

اڅکزی: پاکستان باید د افغانستان آزاد او خپلواک حیثیت ومني


محمود خان اڅکزی
محمود خان اڅکزی

په فاټا (د ډېورنډ کرښې ته څیرمه قبایلي سیمې) کې د اصلاحاتو لپاره د پاکستان حکومت یوه کمیټه جوړه کړې او دغې کمیټې خپل وړاندیزونه حکومت ته وړاندې کړي دي.

د پاکستان یو شمېر سیاسي گوندونه واېي چې فاټا دې د خیبر پښتونخوا ایالت برخه شي، خو د سیمې دوه مهم سیاسي گوندونه د خیبر پښتو نخوا سره د فاټا د یوځای کیدو مخالف دي. یو د مولانا فضل الرحمن جمعیت علماء اسلام گوند او بل د محمود خان اڅکزي د پښتونخوا ملي عوامي گوند دی.

محمود خان اڅکزی وایي د فاټا په اړه پریکړه باید د قبایلو او د انگریزانو د موافقو په رڼا کې وشي، چې تر ډېره حده خپلواک دي او "دفاټا هر وگړي د هغه وخت د افغانستان او د بریتانوي هند دواړه تابعیتونه لرل".

ښاغلی اڅکزی وایي چې پاکستان باید د افغانستان ازاد او خپلواک حیثیت ومني او زیاتوي چې د چین د اقتصادي کوریدور یا گوادر د بندر پروژه تر هغه نه شي بریالۍ کیدای چې په افغانستان کې امنیت نه وي.

د محمود خان اڅکزي سره د امریکا غږ د خبریال خلیل خان مرکه دلته واورئ.

please wait

No media source currently available

0:00 0:13:21 0:00

XS
SM
MD
LG