د لاس رسي وړ اتصالات

په هند او پاکستان کې سیلابونو څه دپاسه ٢٠٠ کسان وژلي


د پاکستان په شمالي سیمو او هند کې په سختو بارانونو او سیلاونو کې څه د پاسه ٢٠٠ کسه مړه شوي، په سلگونو تنه زخمي شوي او د لسگونو زره خلکو کورونه ویجاړ شوي دي.

چارواکو د شنبې په ورځ د وژل شوو کسانو شمېر ١١٠ تنه ښودلی و او ویلي یې وو چې شاوخوا ۴٠٠٠ کورونه نړیدلي دي.

د هند په شمالي ایالتونو کې هم حالات ډیر خراب دي او هلته څه د پاسه ١٠٠ کسه مړه شوي دي.

چارواکو په شمالي سیمو کي د سختو بارانونو او سیلاونو نه وروسته د فاجعې د منځ ته راتگ خبرداری اعلان کړی دی. د هند د جمو او کشمیر اعلی وزیر عمر عبدالله ویلي دي چي دا سیلاونه په تیرو شلو کالو کې بیساري دي.

د پاکستان حکومت د دغه هېواد شمال ته پوځي پرسونل استولی چې په سیلاب کې ایسارې شوې کورنۍ وژغوري.

پوځې هلی کوپټرو د کورنو د چتونو په سر بند پاته کسان راپورته کړی او دغه راز ېې کلیو او بانډو ته چې د هواېې د لاری ورتگ ممکن نه وو پوځي کشتې د لا درکه خلکو پسي گرځۍ.

د ژغورني د عملی یو کارکونکي عدیل احسان وویل "موږ لسگونه خلگ چې بند پاته ول نن سهار و ژغورل، موږ هغوې یواځي د کښتیو د کارولو د لاری ژغورلې شو، ځکه د سیلابونو اوبه په مخ کی دی."

د پاکستان ملکې حکومت په اړه له ډیره وخت رایسې داسې فکر موجود دی چې اغیزمن نه دی، په درغلیو کې ښکیل وی نو کله هم هیواد د یوه ناورین سره مخ شی نو پوځ ورودانگې.

د لاهور ښار یو اوسیدونکې شیراز خان وویل " له تیرو څلورو ورځو رایسې بارانونو اوریږی، او هیڅ داسې انتظام نشته چې دغه اوبه ویستل شې. زموږ حکومت همیش اعلانونه کوې چې انتظامات یی کړې خو تاسو ووینې چې ټول سړکونه اوبو لاندې کړی دی. د سند په شان ښکاری. د عمومي ټرانسپورټ نظام خراب شوي دې، موټر سایکلونه په دومره اوبو کې نشي تللې"

سیلابونو د پاکستان او د هند تر کنترول لاندې کشمیر کې پراخې ځمکې او کلي ویجاړې کړي دي. چارواکي وايي دا په تېرو لسیزو کې تر ټولو ویجاړوونکي سیلابونه دي.

XS
SM
MD
LG