د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان لومړی وزیر محاکمې ته حاضر شو


د پاکستان لومړی وزیر محاکمې ته حاضر شو
د پاکستان لومړی وزیر محاکمې ته حاضر شو

د پاکستان صدراعظم یوسف رضا ګیلاني نن د پنجشنبې په ورځ محکمې ته حاضر شو تر څو د محکمې په هغه استماعیه غونډه کې برخه واخلي چې کولای شي هغه د خپل مقام نه ګوښه کړي. محاکمې ته د ښاغلي ګیلاني تګ د پاکستان پر یوه داسي حکومت باندي چې په خپلو خلګو کې یې محبوبیت کم شوی دی ، فشار لازیاتوي. بلي خوا ته بیا پاکستان دغه هیواد ته د امریکا د ځانګړي استاځي مارک ګروسمن سفر تر هغه پوري ځنډولی دی ترڅو اسلام آباد د امریکا سره خپل پر دوو اړخیزو اړیکو باندي د سره کتنه بشپړه کړي.

پاکستان، اسلام اباد ته د امریکا د ځانګړي استاځي مارک ګروسمن ورتګ په دې خاطر چې دغه هیواد د امریکا سره خپل دوه اړخیزې اړیکې د سره مرور کوي ځنډولی دی.

د مطبوعاتو ریپوټونو د پاکستان د ځینو چارواکو له قوله چې نومونه یې نه دي ذکر شوي لیکلي دي چې وايي د ښاغلي ګراسمن دپاره دا ممکنه نه وه چې سیمې ته خپل د اوسني سفر په ترڅ کې اسلام آباد ته راشي. د امریکا د باندنیو چارو د وزارت ویاند مارک تونر هم وروسته دا خبره تایید کړه چې اسلام آباد ته د ښاغلي ګراسمن په سفر کې ځنډ راغلی دی.

د افغانستان او پاکستان دپاره د امریکا خاص استاځی د یوه پلاوي په مشرۍ سیمې ته سفر کوي چې د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي سره وګوري او د هغه منظوري د طالبانو سره د لومړنیو خبرو په پیلولو کې ترلاسه کړي.

اسلام اباد ته امریکا د ځانګړي استاځي سفر په داسي حال کې ځنډیږي چې په پاکستان کې په خپله یو سیاسي بحران روان دی.

د پاکستان صدراعظم نن د پنجشنبې په ورځ محاکمې ته حاضر شو چې خپل د هغې پریکړې نه دفاع وکړي چې د ولسمشر آصف علي زرداري په برخه کې یې نیولې وه. ښاغلي ګیلاني ویلي و چې هغه به د سویس د چارواکو نه د دې غوښتنه ونکړي چې د ولسمشر زرداري پرضد د اداري فساد پخوانۍ قضیې بیرته د سره راوسپړي.

صدراعظم ګیلاني وايي چې ښاغلی رزداري د هیواد د ولسمشر په صفت معافیت لري. پر ولسمشر زرداري باندي په ۹۰ کلیزه کې د اداري فساد تورونه لګیدلي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر داسي وايي: ،،مونږ د محکمې د حکم اطاعت ځکه وکړ چې مونږ محکمې ته احترام لرو او ورته په درنه سترګه ګورو. زما په آند د صدراعظم ګیلاني ددغه اقدام باید درناوی وشي.،،

د چارشنبې په ورځ د صدراعظم ګیلاني مدافع وکیل اهتزاز احسان محکمې ته وویل چې د هغه موکل محکمې ته سپکاوی نه دی کړی. محاکمې د خپل بلې کتنې نېټه د فیبرورۍ لومړۍ نېټه وټاکله.

ښاغلي احسان داسي وویل: ،،مونږ د محکمې د احاکمو څخه اطاعت کوو. زه به هڅه وکړم چې محاکمې ته قناعت ورکړم چې د قانون د ۲۴۸ مادې پربنسټ ولسمشر د محاکمه کیدو نه معافیت لري.،،

د محاکمې د استماعیه غونډې وروسته د پاکستان صدراعظم د محکمې دباندي په داسي حال کې چې سخت امنیتي تدابیر یې نیول شوي و، مطبوعاتو ته یې په خندا باندي لاسونه ښورول.

که چیري ښاغلی ګیلاني مجرم وګڼل شي نو هم به یې مقام له لاسه ووځي او هم به د بند سره مخامخ شي چې دا کار به د پاکستان پر اوسني ملکي حکومت باندي چې دومره محبوبیت نلري لا فشار زیات کړي او په یوه داسي هیواد کې چې اټمي وسلې لري بې ثباتۍ ته لازیاته لمن ووهي.

  • 16x9 Image

    حسیب الکوزی

    حسیب الکوزی د ۲۰۰۹ کال راهیسې د امریکا غږ سره په واشنګټن کي کار کوي. الکوزي د امریکا د جورجټون د پوهنتون څخه د نړیوالو اړیکو  په برخه کي د لیسانس سند ترلاسه کړی او د امریکا د جانس هاپکینز د پوهنتون څخه يې د نړیوال امنیت او اقتصاد  په برخه کې ماستړي اخیستې ده. اوسمهال د امریکن  پوهنتون څخه د نړیوال پرمختګ په برخه کې پر خپلې دویمې ماسټرۍ کار کوي.  هغه د ویب پاڼې ترڅنګ د آشنا راډیو خبري او سیاسي خپرونې پر مخ بیايي او د آشنا تلویزون سره هم همکاري لري. امریکا ته د راتګ څخه مخکي یې په افغانستان کي په بیلابیلو  نړیوالو ادارو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG